کرکیټ: پاکستان د سیرلانکا څخه څلورمه یوه ورځنی لوبه وګټله

shahid_khan_afridiنن ټکی آسیا: شاهد افریدي د سریلانکا سره په ننۍ لوبه کي ۷۵ منډي جوړي کړې، او پر دې سربیره يې د مخالفي غاړي ۵ لوبغاړي وسوځول، او په دې سره نومړی د نني لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو.

نن د پاکستان او سیرلانکا تر منځ څلورمه یوه ورځنۍ لوبه د متحده عرب اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه، چي په لومړی ځل پاکستان خپل ټوله لوبغاړي صرف پر ۲۰۰ منډو له لاسه ورکړه، چي په هغه کي د شاهد افریدي د ۷۵ منډي خورا مهمي وي.

کله چي شاهد افرید د توپ وهني لپاره میدان ته راغلی، نو پاکستان صرف ۱۲۰ منډي جوړي کړي وې، او اوه لوبغاړي يې سوځیدلي وه، خو بیا نومړي صرف په ۶۵ بالونو باندي ۷۵ منډي جوړي کړې، او سیرلانکا ته يې د ۲۰۰ منډو هدف برابر کړ.

دپاکستان له خوا محمد حفیظ ۲۷ منډي او سعید اجمل ۲۰ منډي جوړي کړې، او پاته ټوله لوبغاړي تر شلو دمخه وسوځیدل.

کله چي سیرلانکا توپ وهل شروع کړه، نو هدف خورا اسانه ښکارېده، او تر ۱۵۵ منډو پوري داسي ښکارېده چي لوبه به په اسانۍ سره وګټي.

خو د هغه وروسته د سیرلانکا ټوله لوبغاړي یو په بل پسې سوځیدل شروع شول، او ټوله لوبغاړې يې د ۱۷۴ منډو په جوړولو سره د میدانه څخه وشړل شول.

د سیرلانکا له خوا سنګاکارا او مهیلا جیوردنې ښه لوبه وکړه، هغوی په ترتیب سره ۵۸ او ۵۵ منډي جوړي کړې، خو ونه توانیدل چي خپل ټیم ته بریا ور په برخه کي.

د پاکستان له خوا اعزاز چیما او سعید اجمل دوه دوه لوبغاړي او محمد حفیظ یو لوبغاړی وسوځوی.

د پاکستان او سیرلانکا تر منځ ننۍ لوبه څلورمه لوبه وه، چي درې يې پاکستان او یوه يې سیرلانکا ګټلې، چي له دې کبله پاکستان د ۵ لوبو دا مقابله وګټله.

پاکستان ددې تر مخه د سیرلانکا سره د ټیسټ لوبي هم وکړي، چي هغه يې هم ګټلې وه.

ددواړو اړخونو تر منځ به وروستی لوبه د رواني میاشتي پر ۲۳ نیټي په ابوظبی کي ترسره شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.