searching afghanDriver

د امریکا د منطق له مخې د افغانستان ټول خلک خطرناک دي!!

سره له دې چې  افغان دولت له بګرام زندان څخه د خوشي شویو بندیانو د بې کناهۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي، خو امریکاوايي دا کسان خطرناک دي! او دغه خبره د افغان دولت او امریکایي چارواکو ترمنځ د لفظي شخړې لامل شوې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت له نیوکو ډکې بیانیې یوه ورځ وروسته، افغان ولسمشر په انقره کې وویل چې د بګرام له زندان څخه د بندیانو آزاديدل پر امریکایانو پورې هیڅ اړه نه لري.

حامد کرزي پردې په ټينګار سره چې افغانستان خپلواکه قضايیه قوه لري، ویلي چې امریکا باید د افغانستان د قضايي ارګان باور په رسمیت وپېژني.

د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ لفظي شخړه هغه مهال سخته شوه چې افغان دولت اعلان وکړ چې له بګرام زندانه به هغه په لسګونو بندیان ځکه آزاد کړي چې پروړاندې یې هیڅ تور نه دی مطرح شوی.

له دې وړاندې د بګرام زندان د امریکايي ځواکونو په کنټرول کې و او د امریکا په ګمان په ترهګرو فعالیتونو شکمن کسان یې پکې ساتل.

خو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په لاسلیکېدو سره، ددې جنجالي زندان اداره افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه.
اوس  افغان چارواکو د بګرام زندانیانو د مخینو له څېړلو وروسته، پرېکړه کړې چې یوشمېر دغه بندیان آزاد کړي، هغه اقدام چې امریکايي چارواکي یې په غوصه کړي دي.

د بګرام زندانیانو د آزادېدو په اړه د افغان او امریکايي چارواکو د نظر اختلاف، د امریکاددولت د کتنې له مخې، له تش په نامه ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت کې جرړه لري.

د امریکایانو د ترهګرۍ ضد منطق له مخې، د افغان ټولنې کابو ټول خلک خطرناک دي، خو دا چې خلاف یې ثابت شي!! .

له همدې امله هم په تېرو ۱۲ کالو کې، په افغانستان کې په وار وار داسې کسان نیول شوي چې یوازې په دې دلیل چې ګمان کېدو، ددوی د منطق له مخې له ترهګرو چینلونو سره یې اړیکه درلوده.

دغه ستونزه یوازې په افغانستان کې د بګرام زندانیانو پورې اړونده نه ده، بلکې د ګوانتانامو په شمول، د امریکا په ټولو امنیتي زندانونو کې تر دې ډېرې زیاتې ستونزې اعمالېږي.

د بېلګې په توګه، په دې بدنامو زندانونو کې، کابو یوه لسیزه کېږي داسې بندیان ساتل کېږي چې تر اوسه هیڅ تور نه دی پرې لګېدلی.

یوازې په دې جرم چې د امریکا امنیتي ارګانونه ګمان او خیال کوي چې دغه کسان له ترهګرو چینلونو سره تړاو لري، نوځکه ددې بندیانو د محاکمې لپاره قضايي محکمو ته د دلایلو له وړاندې کولو ځان غړوي.

دغه موضوع ددې لامل شوې چې د ګوانتانامو زندان ډېر بندیان نه محاکمه شي او نه دا چې له زندانه آزاد شي.

آن د امریکا په خاوره کې دننه د میلیونونو امریکايانو په اړه  هم دغه کتنه شته ده.

په بله وینا، د امریکا ټول خلک د نړۍ د نورو هېوادونو له خلکو سره یوځای د امریکا د امنیتي ارګانونو په اند شکمن او تورن دي، او ددوی په ګمان باید د نټرنیتي او مخابراتي چینلونو په استفادې سره د ټولو کسانو شخصي معلومات راټول شي تر څو د اړتیا په وخت کې ترې استفاده وشي.

دغه چلند تردې کچې پراخ شوی دی چې آن د جرمني د لومړۍ وزیرې او د مکسیکو او برازیل د ولسمشرانو په شان شخصیتونه هم د امریکا د ملي امنیت له خوا د غږ اورېدو په لیست کې ورشي.

په داسې مخینې سره، د هغې یوې ډلې کسانو آزادېدل چې په بګرام کې په امریکايي زندان کې بندیان و، د امریکا ددولتي چارواکو لپاره د منلو نه دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي او قضايي چارواکو اعلان کړی دی، د بګرام له هغو زندانیانو پرته چې ددوی په وینا له ترهګرو چینلولو سره یې ملګرتیا ثابته شوې ده، نور ټول باید له زندانه آزاد شي.

د کابل ددولت د لید له مخې، په زندانونو کې له دلیل پرته د خلکو ساتل او ددې بندیانو او د هغوی د کورنیو تر فشار لاندې راوستل، پخپله تاوتریخوالي او سخت دریځۍ ته لمن وهي او په افغانستان کې د ملي پخولاینې امکان سختوي.

اوس داسې ښکاري چې د کرزي په شمول، افغان چارواکي پوهېدلي چې په افغانستان کې د امریکایانو د جنایتونو سختېدل ددغه هېواد ستونزه نوره هم سختوي او که ددې جنایتونو مخه ونه نیول شي، نو  په افغانستان کې د ملي پخلاینې امکان ناشونی دی.

سید رحمن سالار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د