افغانستان

ننګرهار کې يو محصل د تښتوونکو له منګولو خلاص شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ يو اوسېدونکی خیرالله بابکرخېل، چې څه موده وړاندې د جلال اباد له ښاره نامعلومو کسانو تښتولی و، د غلو له منګولو خوشې شوی دی.

يو شمېر رسنيو د ملي امنيت د چارواکو له خولې ليکلي، چې خیرالله د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په پایله کې خوشې شوی. دغو رسنیو ويلي، چې خیرالله طالبانو تښتولوی و او د اتو لکو ډالرو غوښتنه يې کوله، خو امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې خیرالله له هر ډول تاوان ورکولو پرته راخوشې کړي.

خو د خیرالله پلار حاجي زمرک او ورور يې نعيم بابک نن ټکی اسيا ته وويل، چې د زوی له تښتولو دوه ورځې وروسته ورسره غلو اړيکه ونيوله، ځانونه يې اسلامي امارت ته منسوب وبلل، خو کله، چې دوی د طالبانو له مشرانو سره اړيکه ونیوله، هغوی د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او دوی ته جوته شوه، چې خیرالله طالبانو نه، بلکې غلو بوولی و.

حاجي زمرک وايي، کله يې، چې غلو ته وويل، راځئ په طالبانو پرېکړه وکړو، هغوی وويل، چې دوی طالبان نه دي او پيسې غواړي.

زمرک د ځينو رسنيو له لوري خپاره شوي خبرونه هم نا سم وبلل، چې ګواکې زوی يې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې راخلاص شوی دی.

حاجي زمرک وويل، چې زوی يې د ځينو دوستانو په هڅو له تاوان ورکولو پرته راخلاص شوی او ملي امنيت ریاست ترې څو ورځې وروسته خبر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x