نړۍ

قطر د اسټرالیا څخه ۴۰۰۰ غواوي واردوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): پر قطر باندي د خلیجي هیوادونو د محاصرې وروسته دغه هیواد د خپلو اړتیاو پوره کولو په خاطر په چټکۍ سره لاس په کار شوی او تازه راپورونه وايي چې په یوه میاشت کې دننه به د اسټرالیا او امریکا څخه ۴۰۰۰ غواوي هیواد ته وارد کړي.

د بلومبرګ اقتصادي ورځپاڼي د راپور سره سم پر قطر باندي د بندیزونو وروسته ډېر کمښت د تازه شېدو په برخه کې را منځته شو، اوس د قطر تجاران د همدې فرصت څخه په استفادې غواړي چې د شیدو واردولو پر ځای خپله غواوي وارد کړي او د تل لپاره ځان د اړتیا څخه خلاص کړي.

د معتز الخیاط په نامه قطری تاجر وايي چې اوس وخت را رسیدلی دی تر څو د قطر لپاره کار وکړو.

نوموړی وایی چې دا پلان له ډېره وخته مونږ په کار اچولی وو، او ځای مو هم ورته جوړ کړی وو، خو غواوي به په څو میاشتو کې د کښتیو له لاري قطر ته را رسېدلی، اوس به د غواو د انتقال کرایه په څو چنده زیاته شي خو مونږ غواړو دا کار چټک کړو.

خیاط زیاتوي چې ۴۰۰۰ غواوي مو د اسټرالیا او امریکا څخه اخیستي، د قطر الوتکې ۶۰ پروازونه به یې د جون میاشتې تر پایه را ورسوي او په جولايي میاشت کې به تازه شیدې بازار ته وړاندي شي.

د اقتصادي او تجارتي متخصصې ویب پاڼي بلومبرګ د هوا له لاري د غواو د انتقال دغه پروسه په تاریخ کې تر ټولو لویه وبلله.

الخیاط وویل چې د دوحه ښار څخه ۵۰ کیلو متره لیري د شمال خواته د ۷۰ فټبال میدانونو په مساحت ځمکه له مخکې چمتو ده چې غواوي په کښي ځای شي.

نوموړي ویلي چې قطر له ډېره وخته د غذا له پلوه د ځان بسیا کولو په خاطر پلانونه په کار اچولي وه، خو د اوسنی محاصرې وروسته به په دغه چاره کې چټکتیا راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x