افغانستان

دولس پوليس افسران په ټاکنو د مداخلې له امل له دندې لرې کړای شول

د کورنيو چارو وزارت لخوا د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويل شوي چې، دولس پوليس افسران  په ټاکنو د لاسوهنې له امله له خپلو دندو لرې کړای شوي دي.  د کورنيو چارو د وزارت مرستيال وياند نجيب دانش ويلي چې، له پلټنو او تحقيقاتو وروسته دغه دولس افسران د کورنيو چارو د وزير عمر داوودزي په امر له خپلو دندو لرې کړا شول.

د لرې کړای شويو افسرانو نومونه نه دي په ډاګه شوي. د کورنيو چارو د وزارت لخوا په يوه اعلاميه راغلي؛  هغه مامورين چې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي، بايد له خپلو دندو استعفا ورکړي. د روان ۱۳۹۳ ل کال د وري په شپاړمه په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو ورځ ده او داخله وزارت ژمنه کړې چې د بې پرې ټاکنو په تر سره کيدو کوشش به کوي.

بل پلو د ځينو ولايتونو چارواکي وايي چې، په لرې پرتو سيمو کې د نا امنيو او درغليو له امله رڼې ټاکنې نا شونې دي. په يو شمېر سيمو کې تر اوسه د رايو مرکزونه نه دي پرانستل شوي. ولايتي چارواکي د دې لامل نا امني ښيي او وايي چې، په دغو سيمو کې د طالبانو راج چليږي او خلک نشي کولای چې د رايو مرکزونه ته په ډاډه زړه ورشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x