
د چین بهرنیو چارو وزیر د منځګړیتوب لپاره کابل ته راځي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یی» د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو رغولو په خاطر کابل ته راځي.
د ارګ څخه په خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی به د افغانستان، چین، پاکستان او امریکا تر منځ د څلور اړخیزې ناستې د جوړولو پر امکاناتو هم خبرې وکړي.
د طلوع نیوز د خبر سره سم اشرف غني تېره ورځ د ښځینه مدني فعالانو سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال وویل چې «د پاکستان د حکومت سره سوله زمونږ غوښتنه ده، باید په حکومتي سطحه ددواړو هیوادونو سوله وشي، د چین هیواد د لومړي ځل لپاره د افغانستان په سوله کې د منځګړیتوب لپاره تیار شوی دی».
د اشرف غني د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد وروسته په یوه خبرې ناسته کې رسنیو ته وویل چې دا ځل به څلور اړخیزه ناسته د پخوانیو څلور اړخیزو ناستو سره بېلوالی ولري، اوس به پاکستان د افغانستان د غوښتنو سره سم د وسلوالو پر ضد په جګړه کې برخه اخلي.
نوموړي وویل چې د وروستیو پيښو شواهدو ثابته کړه چې پاکستان د وسلوالو کومک کوي، دغه شواهد د ناټو، امریکا او نورو نړیوالو ادارو سره شریک کړل شوي دي.
باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني د شانګهای تړون په وروستی سرمشریزې غونډه کې د نواز شریف سره وکتل او د افغانستان سولې په اړه ورسره وغږیدی.