نظــر

استاذ یاسر غواړي چي له ځانه سيد قطب او محمد قطب جوړ کړي؟ / غږیږ

ګرمسیری

دا خبره دامارت په مهال د راديو تلويزيون او افغان فلم لوی رئیس اسحاق نظامي د اسلامي امارت مخکني نايب مرحوم الحاج ملا عبيدالله اخوند ته په يوه مخامخ مجلس کي وکړه .

قيصه داسي وه چې کله مرحوم استاذ ياسر په دوه زره شپږ (۲۰۰۶) کي دپاکستان د امنيتي مسؤلينو له خوا په نوښار کې ونيول شو .

تر نيول کيدو تقريبا دوه (۲) ورځي مخکي نوموړي يوه کيسټ په خپل ساحرانه او جادوګر غږ کي د ګوانتنامو زندان په نوم ثبت کړي وه تر څو د خپل مسؤليت له مخي چې : په دي وخت کې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کميسيون عمومي مسؤل وو، په هيواد کې د اشغالګرو کفارو په مقابل ځوان نسل او دغه راز هغه مايوس مجاهدين چې : د امریکايي ځواکونو تر زهرجنو تبليغاتو لاندي راغلي وه . وعملي جهاد ته اماده او رښتيني ډګر ته راوباسي .

کله چي نوموړی ونيول شو څو ورځي وروسته ماته د دې کميسيون د سمعي او بصري څانګي مسؤل ( حاجي صاحب دوران ) چي د مرحوم استاذياسر ډير نژدي ملګری پاتي شوی .

وويل چي : استاذ تر نيول کيدو دوه (۲) ورځي مخکي يوه کيسټ ثبت کړي که تاسو دا کيسټ واوری او بيا يي په نشر کي د حاجي ملا صاحب ( الحاج ملا عبيدالله اخوند رحمه الله ) څخه اجازه واخلئ .

حاجي صاحب دوران دا کيست ماته راوليږی ، په دې خاطر چي : په دې وخت کې زه د فرهنګي کميسيون د جنوب / غرب حوزي مسؤل او د مرحوم حاجي صاحب خاص رابط هم وو . ما دا کيسټ سر تر پايه واوريد ………………خدای سته چي په اوريدلو مي اوښکي ونه دريدي او سخت ډیر مي ورته وژړل .

بيا مي مرحوم حاجي ملاصاحب ته دا قيصه وکړه چي : استاذ خو تر نيول کيدو دوه (۲) ورځي مخکي په خپل اواز کي يوه داسي …….. کيسټ ثبت کړي او ډیر موثر تقرير د روانو حالاتو سره سم یی پکښي کړی ، کيدای شي دا د عام اولس او زموږ د مجاهدينو لپاره ډیره موثره تمامه شي .

مرحوم حاجي ملاصاحب وويل چي : تاسو اوريدلي ؟ ما ورته وويل هو : ما اوريدلي ده . مرحوم حاجي ملا صاحب وويل چې ماته يي راکړه زه به يي هم واوورم .

تر اوريدلو وروسته مرحوم حاجي ملاصاحب ماته وويل : په دي خاطر چي اسحاق نظامي د فرهنګي کميسيون عمومي مسؤل دی ، راوې غواړه ! تر څو د دې کيسټ په هکله خبره ورسره وکړو او نشر يي کړو .

څو ورځي وروسته اسحاق نظامي راغی او د مرحوم حاجي ملاصاحب سره يي زما په کور کي د ملاقات زمينه برابره شوه .

مرحوم حاجي ملاصاحب د نورو هداياتو تر څنګ د استاد ياسر مرحوم د کيسټ خبره ياده کړه او ورته وي ويل چې ما هم دا کيسټ واوريد ، کيدای شي ډیره موثره تمامه شي او د استاذ هغه ارمان به هم پوره شي چي نوموړي غوښتل چي دا کيسټ بازار ته راووزي .

اسحاق نظامي ته يي وويل چي : دا کيسټ نشر کړئ او د کيسټ په سر کي په خپل درانه اواز کي يو څو مقدماتي جملي داسي چي : دا کيسټ د استاذ ياسر ده ، تر نيول کيدو دوه (۲) ورځي مخکي يي ثبت کړي خو اوس يي د اسلامي امارت د فرهنګی کميسيون سمعي او بصري څانګه نشروي . ووايه !

اسحاق نظامي په دي خاطر چي نه غوښتل استاذ ياسر د خلکو او مجاهدينو په زړونو کي ځای ومومي ، مرحوم حاجي ملاصاحب ته مخامخ په دي ملاقات کي وويل چې : استاذ ياسر غواړي : د دې کيسټ په توسط له ځانه د اخوان المسلمين سيدقطب او محمدقطب جوړ کړي هغوی هم د مصر په زندان کي يو کتاب جوړ کړي چي بالاخره د همدي کتاب د تاليف له امله د حکومت له خوا اعدام شو.

په دي خاطر چي : اسحاق نظامي ته يي خوند نه ورکاوی چي : دا کيسټ نشر شي تر تکراري ويلو وروسته يي هم نه غوښتل چي : د دې کيسټ مقدماتي جملي نوموړي په خپل اواز کي ووايي او تر اخر يي دا عذر وايه چي زما ګلون (ستونی ) خراب دی ، نو موږ بالاخره همدا کيسټ د عزيزي صاحب په اواز کي د مقدماتي جملو په ويلو سره نشر کړ او کاپی مو ټولو سيميزو سټوډيوګانو ته ورکړه تر څو په چټکي سره توزيع شي چې بالاخره په لږ وخت کې په زرګونو او په لکونو کاپياني د خلګو له غوښتنو سره سم بازار ته راووتې .

بايد ووايو چې د استاذ هغه لومړنی کيسټ ټولو مجاهدينو او عام اولس ته معلومه ده چي څومره موثر و .

(نن ټکی اسیا: د استاد یاسر تقریر دلته اوریدلای شئ:)

[archiveorg yasir.waina width=640 height=140 frameborder=0 webkitallowfullscreen=true mozallowfullscreen=true]

ځکه ټول اولس يي ويښ کړ ، د اشغالګرو کفارو هدفونه او دسيسي يي خلګو ته بربنډ او رسوا کړل؛ مخکني جهادي اميران يي د مړه ضمیر خاوندان وبلل او دکفارو هغه شوم اهداف چې د هيواد په اشغال کي يي هدف ول ، له يوه رشتيني ادرسه بر ملا اعلان کړل .

حتی يو وخت ماته د هلمند اوسني والي ( حاجي عبدالمنان حفظه الله ) وويل چي : ما څه موده مخکي د حکومت يو چارواکی د رابطي لپاره راوغوښت او مجلس مي ور سره وکړی بيا مي په تحفه کې د مرحوم استاذ ياسر دا کيست ( د ګونتنامو زندان ) په نوم ورکړه . وایی هغه تر اوريدلو وروسته ماته وويل : که دي هر څومره غټه تحفه راکړي وه زه به دومره نه وم په خوشاله شوی لکه تاسو چي ماته د مرحوم استاذ دا کيسټ ډالۍ کړه ځکه دا زما د راتلونکي ژوند انتخاب دی او زه له دي وروسته نور هيڅ نه غواړم چي د کابل په اداره کي کار وکړم .

۱۴۳۸/رمضان المبارک / ۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل

واقعیت وایی هرسه چی وایی دحق خبره کوی

نا پيژاند

اسحاق نظامي همدغسې فکره درلوده چې ۱۵ کاله تکلیف تیرولو نه وروسته د حکمتیار په څیر سلامي شو او د یرغلګرو د غلامۍ پړی یې غاړې ته واچولو.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط څښتن تعالی دي د شهيد استاد ياسر شهادت قبول ولري . او دبدر دشهيدانو په ليکه کي دي را حشر کړي . امين يا رب العالمين ما د شهيد استاد ياسر او شهيد مولوي صاحب نصرالله منصور سره شپې سبا کړي دي ، دواړه مرحومين د جهاد د مدرسې وتلي څهرې وي او دي ، مشکله ده چي بيا به شهيد مولوي نصرالله منصور او شهيد استاد ياسر پيدا سي ، ولي لاره ، اهداف ، ارمانونه او هيلي يي ژوندی د ي. څښتن تعالی دي موږ لره توفيق راکړي چي لاره يي تعقيب او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x