افغانستان

امرالله صالح استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو وزیر امرالله صالح د فیسبوک له لارې خپله استعفا اعلان کړه.

امرالله صالح چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزیر ټاکل شوی و، نن يې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له وزارته استعفا ورکړې.

هغه لیکلي: «زه ځان د افغانستان امنیتي سیکتور اصلاحاتو وزیر او دفاعي ځواکونو کې د افسرانو ګومارلو له بورډ نه ځان مستعفي بولم.»

صالح د خپل استعفا لاملونه نه دي څرګند کړي خو ژمنه یې کړې چې ژر به د استعفا لامل او دلایل خلکو ته وړاندې کړي.

امرالله صالح د اجرائیه رییس د پلویانو څخه دی، او د زرغون بهیر په نوم یو ګوند هم لري. نوموړی د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د ملي امنیت رییس و.

ویل کیږي چې د صالح د ریاست پر مهال ډیری پښتانه یواځې د ږیرې او پګړۍ په درلودلو زندانونو ته اچول شوي وو او دوسيې یې هم نامعلومې وې.

پر هغه نېوکه وه چې د استخباراتو ریاست ټولې وړې او لوړې څوکۍ یواځې پرته له دې چې مسلکیتوب په نظر کې ونیسي یواځې پنجشیریانو ته ورکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

amrullah is not importent person/dont have good degree/he is not honest afghan/we belive he is intellegent/he is partner in corruption/
but all webste put his name in news/
THE ONLY MAN HOW WANT TO BRING PEACE TO AFGHANISTAN HE IS ASHRAFGHANI/
IF TALIB LEADERS THINK WITHOUT ANY PROBLEM THEY WILL BECOME PART OF GOVERNMENT/FOR EXAMPLEIF TALIBS HAVE MEMBERS IN PARLIAMENTS AUTOMATICALLY BECOME TOGETHER WITH HEZBI ISLAMIC AND OTHER FUNDAMENTALIST CAN MAKE ISLAMIC ROLL/LAW AND JUSTICE/SHAREEAAT BECOM TO THE AFGHANISTAN
THIS GOOD CHANCE FOR TALIBS
THANK YOU

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x