نړۍ

دامریکا دفاع وزیر: امریکا په افغانستان کې جګړه نه ګټي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د فاع وزیر جمیس ماټیس تېره ورځ د امریکا کانګریس ته په وینا کې وویل چې امریکا په اوسنۍ ستراتیژي د افغانستان جګړه نه شي ګټلای.

نوموړي وویل چې ډېر ژر به د امریکا ولسمشر ټرمپ ته نوې ستراتیژي وړاندي کړي، چې د تصویب وروسته یې تمه شته په افغان جګړه کې امریکا پرمختګ وکړای شي.

باید وویل شي چې د روان کال د فروري په میاشت کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن کانګریس ته ویلي وه چې د افغانستان جګړه د بندوبست سره مخ ده، ځکه نو باید امریکا نور ځواکونه افغانستان ته ولیږي.

تېره میاشت د ټرمپ په شتون کې د ناټو غړیو هیوادونو سرمشریزه غونډه وشوه، د غونډې وروسته د ناټو سازمان مشر وویل چې دوی به یوه میاشت کې دننه د اضافي ځواکونو د شمېر په اړه وروستی پرېکړه وکړي.

باید وویل شي چې اسټرالیا له مخکې لا پرېکړه کړې او افغانستان ته یې ۳۰ اضافي عسکر رالیږلي.

په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک تبصره کړې چې په لاندي ډول ده:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x