نړۍ

پوتين: افغان جګړې زموږ ټول ملت له ستونزو سره مخ کړی وو

مسکو ټايمز په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې، د روسيې ولسمشر ولاد ميرپوتين پرون شبنه د روسيې په سوچي ښار کې له هغو پو ځيانو سره وليدل چې، په افغانستان کې يې د شوروي يرغل پر مهال پوځي دندې ترسره کړې وې. پوتين پرون د دلوې ۲۶مه له افغانستانه د روسي پوځيانو د وتلو په مناسبت يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ناستو پوځيانو ته و ويل چې،  د افغانستان جګړې يوازې ستاسې شخصي ژوند نه، بلکې زموږ د ټول ولس ژوند يې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړی و.

د روسيې د دفاع وزير سرګي شویګیوف و ويل چې پخواني شوري عسکر د ۱۹۷۹ م کال د يسمبر په ۲۵ پر افغانستان يرغل وکړ او او ۱۹۸۹ د فبروري په ۱۵ اخري شوري عسکر له افغانستانه راووت.  د هغه وخت ولسمشر ګورباچوف يو اعلان وکړ، چې افغان جګړه يوه تېروتنه وه او بايد د پای ټکی ورته کيږدو.

د روسيې  دفاع وزير په وينا په دغه جګړه کې ۱۴زره شوري عسکر وژل شوي او پنځوس زر ژوبل شوي وو. د افغان جګړې د اغيزمنو روسي پوځيانو د فيدارسيون مشر فرانسیز کينسويچ په دغه غونډه کې د ګورباچوف خبره يو ځل بيا تکرار کړه چې، افغان جګړه يوه لويه تېروتنه وه، چې زموږ ټول تاريخ بايد عبرت ترې واخلي

. د دفاع وزارت مرستيال نیکولای پانکوف هم د ګورباچوف خبره تکرار کړه او ويې ويل چې افغان جګړه زموږ لپاره هيڅ مناسب نه وه او دغه زموږ لو يه تاريخي تېروتنه وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x