نړۍ

ظریف: سعودي په ایران کې د وروستیو بریدونو تر شا لاس لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په اوسلو فورم کې د وینا پر مهال وویل چې په ایران کې د وروستیو تروریستي بریدونو تر شا د سعودي لاس دی.

باید وویل شي چې تېره اونۍ په ایران کې داعش وسلوالو د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مزارې ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۷ تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شول.

هغه وخت هم د ایران انقلابي ځواک پر سعودي تور پوري کړی وو، خو دا لومړی ځل دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په صراحت سره د سعودي نوم اخلي.

د اوسلو فورم هر کال په ناروې کې جوړیږي او د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه جګپوړي مشران په کښي ګډون کوي.

د ایراني رسنیو د راپور سره سم په دغه غونډه کې جواد ظریف د سعودي دفاع وزیر او ولي ولي عهد محمد بن سلمان مرکې ته په اشاره وویل چې په واضح ډول یې ایران تهدید کړی وو او ویلي وه چې جګړه به د ایران داخل ته انتقالوي.

ظریف همداراز وویل چې د بریدونو څلور ساعته تر مخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر لیکلي وه چې ایران ته باید سزا ورکړل شي. نوموړي وویل چې دا ایران ته «مخامخ تهدید» دی.

ظریف همداراز ویلي چې ایران استخباراتي معلومات لري چې سعودي د ایران پر حدودو باندي ځینو تروریستي ډلو ته کومکونه ورکوي تر څو په ایران کې دننه د حکومت پر ضد بریدونه وکړي، خو مونږ ورته ویښ یو او د تروریستانو ټول تحرکات څارو.

باید وویل شي چې د سعودي حکومت د ایران د تهمتونو په جواب کې وویل چې ایران سره هیڅ داسي دلیل نشته چې دغه بریدونه دي سعودیانو کړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x