افغانستان

اشرف غني په ننګرهار کې د ملکي وګړو پر وژنې خواشینې ښودلې خو غندلې یې نه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني په ننګرهار کې د د هغې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه، چې له امله یې نن سهار یو پلار له خپلو دوه زامنو سره شهید شو.

ولسمشر اشرف غنې دغه پېښه غندلې نه ده او یوازي په خواشیني څرګندولو یې اکتفا کړې ده او د بهرنیانو له لوري يې په ملکیانو ډزې توجیه کړې او ویلي يې دي : «د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند شېرګړ سیمه کې دغه پېښه د غوڅ ملاتړ ماموریت په ځواکونو د ماین له چاودنې وروسته رامنځته شوه. ».

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني د ګډحکومت له پيله تر اوسه یو ځل هم د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه نه ده غندلې چې له امله یې د فیسبوکي فعالانو له لوري نوموړی تر پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لاچاره او بې بسه بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

#######################################
.الالعنت الله علل الکافرین وظالمین والمنافقین ..‌آمین آمین آمین یارب….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x