alhijra highway

مکه مکرمه: په ترافیکي پيښه کي په لسګونو عمره کونکو ته مرګ ژوبله رسېدلې

نن ټکی آسیا – رسنۍ: مکه مکرمه ته پر لاره د الهجره پر لويي لاري باندي درې موټر په یوه ترافیکي پيښه کي سره ټکر شوی، چي له کبله یې لږ تر لږه لس تنه عمره کونکي مړه او تر ۴۳ زیات نور ټپيان شوي دي.

د رسنیو په قول پيښه د مکې مکرمې څخه په سل کیلو متری کي منځته راغلې.

الهجره لویه لاره د مدینې منورې او مکې مکرمې تر منځ غځېدلې لویه لاره ده، پر کومه چي عمره کونکي او حاجیان د مدینې منوری او مکې مکرمې تر منځ سفرونه کوي، او یوه د مصروف ترینو لویو لارو څخه شمېرل کیږي، چي هر کال باندي په ملیونونو حاجیان سفرونه کوي.

په مدینة منورة کي د هلال احمر ویاند محمود خیاط نن ورځ 2-16-2014 رسنیو ته په یوه بیان کي د پيښي د تفصیل په اړه ویلي چي لومړی د یوه لوی بار وړونکي موټر ټایر واچودېدې، چي له کبله یې موټر له خپله مسیره واوښت، او وروسته ورسره یو وړوکی موټر چي څلور کسه حاجان په کښي سپاره وه، او یوه لوی بس چي ۴۷ تنه پاکستاني حاجیان په کښي سپاره وه، سره ټکر شول، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیدل.

نوموړي ویلي چي د پيښي وروسته ۶ تنه حاجیان ځای پر ځای وژل شوي، او څلور تنه نور روغتون ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ، او زیاته کړې چي د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت اوس هم ښه نه دی، او کیدای شي د مړو شمېر نور هم پورته شي.

باید وویل شي چي څو ورځي وړاندي هم د مدینې منورې په یوه هوټل کي اور لګېدلی وو، چي له کبله یې لس تنه عمره کونکي وژل شوي وه، او یو شمېر نور سوځېدلي او ټپيان شوي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د