نړۍ

اردوګان: پر قطر بندیزونه غیر انساني او غیر اسلامي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل چې د قطر پر ضد بندیزونه غیر انساني او غیر اسلامي دي.

نوموړي د خپل ګوند پارلماني غړو ته د وینا پر مهال وویل چې پر قطر باندي وروستي بندیزونه د «ترکیې انقلاب» او «مصر انقلاب» ته ورته دي.

اردوګان وویل: «چاچي په مصر کې پر ولسمشر محمد مرسي انقلاب وکړ، ځکه کامیابه سو چې تر شا یې هلته نور څوک ولاړ وه، په مصر کې انقلابیان هیڅ دیموکراسي نه پيژني، څوک چې یې ملاتړ کوي، هغوی دي د دیموکراسي په معنا یو ځل ځان پوهه کړي».

نوموړي وویل چې قطر تر خپل مساحت ډېر لوی دولت دی، هغه تل د نړیوال امن او سولې لپاره هڅې او همکارۍ کړي دي.

نوموړي هغو هیوادونو ته چې قطر یې محاصره کړی دی وویل: «تاسو ته چې قطر مو محاصره کړی، وایم، تاسو په دغه محاصرې سره پر قطر باندي د اعدام پرېکړه کړې ده».

باید وویل شي چې د ترکیې حکومت د قطر تر څنګ د لومړۍ ورځې څخه درېدلی دی، دغه هیواد ته یې په زرګونو ټنه خوراکي توکې لیږلي او ټاکل شوې چې په لنډه موده کې ۵۰۰۰ عسکر هم ورته ولیږي.

اردوګان د سعودي پر باچا ملک سلمان باندي غږ کړی چې د روژې تر مخه د قطر څخه محاصره پورته کړي او د مسلمانانو خوښۍ دوچنده کړي.

باید وویل شي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د سعودي او امارات له لوري پر قطر باندي محاصره او د هغه تر مخه د ټرمپ څخه لیدنه او د ملیاردونه تړونونه د اسلامي نړۍ په ولسونو کې د سعودي حیثیت ته تاوان رسولی دی.

https://www.youtube.com/watch?v=MnI2YzPNg9c

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x