keyboard typing

د مصر انقلابي واکمنانو ۱۴ فیس بوکیانو د تروریزم د ملاتړ په تور نیولي

نن ټکی آسیا – رویترز: د مصر د کورنیو چارو وزارت نن ورځ اعلان وکړ چي دوی ۱۴ داسي کسان نیولی چي په فیس بوک کې د اخوان المسلمین په حمایت تبلیغات کول، او د فوځ او پولیسو ضد شعارونه یې ورکول.

 

د اخوان المسلمین د حکومت د ړنګېدو او د هغوی په خلاف د فوځ د انقلاب وروسته دغه ګوند په مصر کي تروریستي ګوند اعلان شوی، او ددغه ګوند په نامه هر رنګه فعالیت وګړي تر قانوني چلند او سوال لاندي راوستلای شي.

د انقلاب وروسته په مصر کي د اخوان المسلین د ګوند په زرګونو فعالان وژل شوی، په زرګونو بندي خانو ته اچول شوي، او ددغه ګوند په نامه هر رنګه فعالیت باندي قانوني بندیز لګېدلی، او یو تروریستي ګوند اعلان شوی.

د وزارت داخلې بیان ویلي چي دوی شپږ تنه د دلتا النیل په الدقهلیة نامه سیمه کي نیولی، او په دغو شپږو تنو یې تور لګولی چي د پولیسو او فوځ په ضد یې خپل شخصي نظریات او بیانونه نشرول، او زیاته کړې چي شپږ تنه یې د الغربیه په نامه سیمه کي په همدې تور نیولي.

له که څرنګه چي د اخوان المسلمین په هر رنګه فعالیت او ددغه ګوند سره پر هر اړخیزو اړیکو بندیز لګېدلی، په همدې توګه یې ټول رسنیز فعالیت، تلویزونونه، ویب پاڼي او ورځپاڼي تړلي دي، او ورسره هر نوعه اړیکه او تعامل ساتل په اوسني دیموکراتیک مصر کي قانوني جرم دی، چي وګړي تر قانوني عقاب لاندي را وستلای شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د