افغانستان

د ملګرو ملتونو سرمنشي په نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتیرش  نن سهار په نا اعلان شوي رسمي سفر کابل ته رارسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې «د افغانستان حکومت او خلکو سره د ليدو او خبرو لپاره کابل ته ورسېدم، ملګري ملتونه په هر ډول ستومزمن حالت کې له افغانستان سره ولاړ دي.»

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به نن افغان چارواکو سره له ليدو وروسته کابل کې د رسنيو له استازو سره هم خبرې وکړي.

يوناما ويلي، چې افغانستان ته د ګوترش د سفر موخه له افغان چارواکو سره همغږي ښودل دي، چې د سولې او پراختیا برخه کې د پرمختګونو لپاره لاره پرانيستل شي.

دا لومړی ځل دی، چې انتونیو گوتیرش د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه له ټاکل کېدو وروسته کابل ته راځي.

نوموړی په داسې وخت کې کابل ته رارسېدلی، چې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې امنيتي ګواښونه د پخوا په پرته زيات دي، په حکومت کې داخلي اختلافات او شخړې په بې ساري توګه زياتې شوي او يو شمېر چارواکو له خپلو دندو استعافاوې هم ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی دا خبره چه ملګری ملتونه د یهودی استکبار هغه استخدام شوی دفتر دی چه د حریصو یهودانو او صلیبیانو استکباری غیر مشروع یرغل ، اشغال ، هر اړخیز بندیزونه او د نورو د خلع سلاح کولو غیر مشروع کړنی یی ورته مشروع کړی . ملګری ملتونه کله واک او صلاحیت لری صلاحیت ټول د امنیت شوری د پنځو غړو ( امریکا، انګلیس، فرانسه روس او چین ) سره دی هغوی چه څه غواړی هغه تر سره کیږی او که کوم کار ډیر وحشیانه وی او دوی یی حتی په ویلو او اعلانولو شرمیږی هغه په ملګرو ملتو اعلانوی. دریم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x