CentralAfricanRepublic-crims

منځنۍ افریقا: د نصراني ملیشو په واسطه د نسل وژني په جرم کي شریک ملګري ملتونه او فرانسه

اوس هم په  منځنۍ افریقا کي د مسلمانانو په جسدونو تمثیل، سوځوني، د کورنو عام تخریب، د نصراني ملیشو او د هغو د پلویانو له لوري په درز روان دی، او ټوله نړۍ یې په اړه چپه خوله او شرمیدلی سکوت اختیار کړی دی.

اوس هم د  منځنۍ افریقا په شمالي سیمه کي د بوسانګوا په هغه سیمه کي چي د مسلمانانو اکثریت په کښي ژوند کوي، د محمود د کور پر دروازه د هغه د وینو څاڅکي پاته دي.

محمود یو مسلمان ځوان وو، هغه غوښتل چي په وینو لړلي حالت کي خپل تر کوره ځان ورسوي، ځکه چي د نصراني ملیشو له خوا په یوه مرمۍ لګېدلی وو، او غوښتل یې چي په خپل کور ننوزي، او هلته د ځان د خوندي کیدو هڅه وکړي، خو نصراني وسلوالو یو ځل بیا پر هغه ډزي وکړي، او د خپل کور مخته یې په شهادت ورسولو، چیري چي د نوموړي تر څنګ شپږ تنه نور مسلمانان هم په شهادت رسول شوي وه.

زکریا، چي یو د هغو مسلمانانو څخه دی چی په بریالیتوب سره د هغه سیمي څخه په تیښته بریالی شوی، په کومه سیمه کي چي نصراني ملیشو د دین او مذهب په نامه قتل عام او د نسل وژني خطرناکه لوبه پيل کړی، او په نامه مسلمان وژني، سوځوي، غوښي يې خوري، او کورونه یې تخریبوي او چوروي یې.
نوموړي د خپل سيمي د ځینو نورو ځوانانو او وګړو په مرسته چي د ټول وژني د ساحې څخه په هجرت توانیدلي، په یو سیمه ایزي ابتدائي مدرسه کي پناه اخیستې.
ذکریا د بي بي سي د خبریال سره په خبرو کي ویلي د مسلمانانو په خلاف هلته روان وحشت د بیان نه دی.

د نسل وژني ابتداء

د  منځنۍ افریقا جمهوریت یو د فقیر ترینو هیوادونو څخه شمېرل کیږي، او له ډیره وخته په کښي د نصرانیانو (اکثریت) او مسلمانانو (اقلیت) تر منځ داخلي مشکلات راپورته کیږي، چي کله پر دیني اساس وي، او کله بیا اقتصادي او نور اجتماعي او سیاسي وجوهاتو باندي.
د مسلمانانو په اړه ویل کیږي چي نسبتا تر نصرانیانو په اقتصاد ښه دي، ځکه چي مسلمانان په اقلیت کي دي، او اکثریت یې په یو فقیر او غریب هیواد کي د حیوانانو په روزنه او تجارت باندي ګوزاره کوي، او نصرانیان چي اکثریت تشکیلوي، غالبا په زراعت بوخت دي.

د مسلمانانو په خلاف قتل عام د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتي وروسته هغه وخت پيل شو، کله چي ددغه هیواد په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره یو مسلمان میشال دجوتودیا د رئیس جمهور په توګه وټاکل شو، دا د فرنسا څخه په کال 1960 کي د استقلال وروسته لومړی ځل وو چي یو مسلمان رئیس جمهور کیږي.

د نوموړي تنصیب اصل لامل دا وو چي دوه اسلامي ګوندونه په دغه هیواد کي سره یو شول، او پر ځان یې د سلیکیا د تړون په نامه نوم کښېښود، او میشال جودوتیا یې د هیواد رئیس جمهور مقرر کړ، او پخوانی نصراني جمهور فرانسوا بوزیزیه یې دې ته اړ کړ چي استعفاء ورکړې.

د هغه وروسته حالات د وخت په تیریدو سره کړکیچن شول، تر دې چي مسلمان رئیس جمهور میشال د داخلي کشمکش او بهرني غربي او سیمیزو هیوادونو د فشار له کبله له خپلي دندې استعفاء ورکړه، او د کاثرین سامبا بانزا په نامه یوه ښځه د هیواد د موقت رئیس جمهور په توګه معرفي شول.

د مسلمانانو په جسدونو باندي تمثیل:

هسی خو له هغه وخته چي په دې هیواد کي د مسلمانانو په خلاف پاڅون پيل شوی، د ملګرو ملتونو اداره چي هلته کار کوي، وايي تر اوسه د نصراني ملیشو له خوا د مسلمانانو په دې قتل عام کي په زرګونو مسلمانان شهیدان شوي، او تر ملیون زیات ولسي وګړي بې کوره شوي دي.

تیره اونۍ نصراني دیني ملیشو په لسګونو مسلمانان هغه وخت په شهادت ورسول، کله چي هغوی په یو مسجد کي پناه اخیستی وه، او د یوه مسلمان په جسد خو یې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو په مخکي تمثیل هم وکړ.
که څه هم په دغه هیواد کي د فرنسا ۱۵۰۰ سوله ساتي عسکر، او د افریقا ۵۴۰۰ عسکر د سولي او امنیت د ټینګښت په خاطر ځای پر ځای شوي دي، خو بیا هم د مسلمانانو قتل عام په خپل اوج کي روان دی، او د هغوی په جسدونو تمثیل، سوځوني، د کورنو سوځول، تخریب او تهجیر اوس هم کم شوی نه دی، بلکي مخ په وړاندي روان دی.

د  منځنۍ افریقا په جمهوریت کي د فرنسا د سوله ساتو ځواکونو مشر قومندان جنرال فرانسیسکز سوریان رسنیو ته ویلي چي نصراني ملیشې دي چي په هیواد کي یې اور بل کړی، او د مسلمانانو په خلاف د انسانیت ضد جرائم تر سره کوي، نوموړي دغه ملیشې د سولي او امنیت اصلي دښمنان بللي دي.

ددې ټولو پيښو او قتل عام په خلاف تر اوسه نړیواله ټولنه چوپه خوله پاتي دي، حتی د ملګرو ملتونو اداره چي دغه احداث له نیژدو څاري، هیڅ نه وايي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون صرف دومره کړي او په همدې یې اکتفا کړې، چي د فرنسا او افریقايي هیوادونو څخه یې غوښتي چي هلته د سولي او امنیت د ټینګښت په خاطر اضافي فوځ واستوي.

بل خوا د افریقائي هیوادونو د اتحادیې له خوا هم داسي څه نه دي څرګند شوي، چي ددې حساسي او مهمي موضوع په اړه د هغوی جدیت څرګند کړي، هغوی یوازي د خولي په خبرو او غندلو اکتفا کړې، او نور د عملي ګامونو اوچتولو لپاره د پام وړ اقدامات تر دې مهاله نه دي تر سره شوي.

د سیمي او اوضاع څارونکي په دغه فقر وهلي هیواد کي د مسلمانانو په خلاف د نسل وژني او نسل ختمېدني درواني لړۍ د ودریدلو خاص تمه نه لري، ځکه چي له یوې خوا خو نړیوال نه غواړي چې دې خواته توجه وکړي، او له بله اړخه په سیمه کي قبائلي او عقیدوي ویش او جوړښت له کبله مسلمانان لږ او نصرانیان زیات دي.
ویل کیږي چي ددغه هیواد ټول وګړي شاوخوا 4.4 ملیونه دي، چي له هغو څخه 40 سلنه نصرانیان، 20 سلنه مسلمانان، 35 سلنه بت پرسته او پاته د نورو ادیانو اتباع دي.

د نړیوال قانون او حقوقي چارو کار پوه محمود المبارک د عربي ویب پاني (تواصل) سره په مرکه کي ویلي چي په  منځنۍ افریقا کي زمونږ وروڼو مسلمانانو په خلاف د نړیوال قوانینو له نظره دوه ستر جرمونو روان دي، چی یو یې د انسانیت ضد جرمونه دي، او بل د نسل وژني او نسل ختمېدني جرم.
نوموړي ویلي چي ددې سره سره هلته په داسي حالاتو کي د ملګرو ملتونو او سوله ساتو ځواکونو موقف انتهائي له شرمه او عار ډک موقف دی، ځکه چي هغوی مسلمانان بی وسلې کړل، او د نصرانیانو سره یې وسلې پرېښودلې، تر څو مسلمانان د ځان څخه د دفاع واک ونه لري، او نه دوی دې ته حاضر دي چي د مسلمانانو دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه چي د ملګرو ملتونو له خوا دا کرغیړن عمل مونږ ته د هغوی یو بل کرغیړن تاریخ را یادوي، کله چي د ملګرو ملتونو په نامه سوله ساتو ځواکونو په بوسنه او هرسک کي د مسلمانانو څخه وسلې ټولي کړلې، او د نصرانیان یې مسلح کړل، او یایې د هغوی وسلې د هغوی سره پرېښودلي، چي له کبله یې د سربنتشا مشهوره قتل ګاه جوړه شول، او تر لس زره زیات عام او بې ګناه بوسنیايي مسلمانان ووژل شول، کومه چي خپله د عدل نړیوالي محکمې وروسته د نسل وژني جرم وباله.

نوموړي زیاته کړه چي دملګري ملتونو اداره یو ځل بیا خپل مجرمانه تاریخ په  منځنۍ افریقا کي تکراروي، مګر اوس به ئې څوک عذر قبول نه کړي، ځکه ددې جرمونو او سیاستونو سره اوس مسلمانان اشنا دي، او هر لوستی او نالوستی په پوهیږي.

نوموړي په همدې راز د جرمونو نړواله محکمه هم د مسلمانانو په خلاف دا ستر جرمونو کي شریکه وباله، ځکه چي تر اوسه یې کوم غږ نه دی پورته کړی، او د مسلمانانو د ویني بهیدني او نسل وژني څخه خوند اخلي.
ښاغلي محمود المبارک ددې محکمې د لويي څارنوالې ته یادونه وکړه چي د جنګي جرمونو د محکمې د قوانینو د 15(۱) مادې پر اساس دوی باندي لازمه ده چي د  منځنۍ افریقا د انسانیت او ټول وژني جرمونو په خلاف تحقیقات شروع کړي، خصوصا په داسي حال کي چي دغه هیواد ددغي نړیوالي محکمي عضویت هم لري، او حق باندي لري چي سر باندي وګرځول شي.

نوموړي وویل چي په اوس وخت کي درې عاجل قدمونه اخیستل په کار دي:
لومړی باید حقوقي مؤسسې او ادارې هلته ځمکني حقائق ثبت کړي، او د اسنادو سره یې د نړیوالو جرمونو محکمې ته وړاندي کړي، تر څو د انسانیت ضد په جرمونو باندي تحقیقات وکړي.
دوهم: د افریقائي هیوادونو اتحادیه باید په عاجله توګه غونډه وکړي، او د  منځنۍ افریقا عضویت تر هغو لغوه کړي، تر څو چي ددغه جرمونو مخه ونه نیسي، او همداسي باید د فرنسا موقف وغندي، څوک چي مسلمانان د سلاح څخه تجریدوي، او د نصراني ملیشو په خلاف یې بی دفاع پریږدي.
دریم: اسلامي تنظیمونه او خصوصا د اسلامي تعاون تنظیم باید خپل د غړو هیوادونو سره عاجله غونډه وکړي، او د ملګرو ملتونو د انساني حقوقو په مجلس کي دغه مسله را پورته کړي، تر څو په سیمه کي د ملګرو ملتونو په کچه تحقیقات وسي، او نتیجه یې د امن مجلس ته وړاندي شي، او هلته په  منځنۍ افریقا کي ددې جرمونو په وړاندي کوټلي ګامونه پورته کړي.

بل خوا د یوې اسلامي مؤسسې مشر چي په افریقا کی اسلام ته د بلني لپاره هم کار کوي، ویلي چي د اوروپايي ټولني څخه غواړي تر څو فرنسا د خپلو ظالمو کړنو څخه را وګرځوي، کومي کړني چي هغوی د نصراني ملیشو په واسطه د مسلمانانو په خلاف پيل کړي دي.
دکتور خالد بن عبد الرحمن الشایع ویلي چي د مسلمانانو کوم قتل عام چي اوس هلته شروع دی، هغه د فرنسوي ځواکونو د ځینو افرادو او قومندانو په ګډه مرسته شروع دی، چاچي چي د نصراني ملیشو، او حکومتي فوځ سره لاس یو کړی، او په ګډه د مسلمانانو په نسل وژني کي لاس لري.

نوموړي ویلي چي دوی ته د سیمي څخه عیني شاهدینو ویلي چي د مسلمانانو په خلاف یو پلان شوې نسل وژنه په ډیر وحشت سره روانه دی، هغوی سوځول کیږي، سرونه یې له تنه جلا کیږي، د بدن اعضاء یې پرې کیږي، په هغوی باندي لوبي کیږي، خوړل کیږي، او په ژوندوني اورونه ورته اچول کیږي.
نوموړي ویلي چي په دغه سي وحشي وژنو کي تر اوسه په سلګونو مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او په سلګونو زره هجرت او سیمي پريښودلو ته اړ ایستل شوي دي.

د عربي ویب پاڼي (تواصل) څخه په زیاتونو او اختصار ژباړه

فداء

 Central-African-Republic

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د