دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقه ((15 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۰۸: سوال: که چیري ښځه مسح شول او انزال صورت ونیسي روژه څنګه ده؟
ځواب: که چیری ښځه مسحه شول په غیږ کي ونیول شول او انزال صورت ونیوی هم ئې داحکم دی اوروژه ماته ده.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۰۹: سوال:که د ښځې سره په خوب کی جماع وشوه روژه څنګه ده؟
ځواب: که چیري ښځه بیده وي او نر ورسره جماع وکړل ددواړو روژه فاسده ده.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۰: سوال:که په روژه کي قصداً قی و واهل شي روژه څنګه ده؟
ځواب: که قی بیله قصد سره وواهل شي که لږوي او که ډیر خو خوله ډکه نه وي روژه نه په ماتیږي، خوکه چیري قصداً قی وواهل شي او په ډکه خوله سره وي بیا روژه ماته ده.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۱: سوال: که په ډکه خوله سره بلغم قی کړل شی روژه څنګه ده؟
ځواب: که چیری یو څوک په قصد سره بلغم په ډکه خوله سره قی کړي روژه ئې نه ده ماته.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۲: سوال: د معدې ټیسټ په روژه کي څنګه دی؟
ځواب:که چیری یو څوک د معدې ټیسټ کوی او یوماشین و معدې ته داخل شی او بیرته راوخیژی دا روژه نه ماتوي، فقهاؤ پر دې باندی قیاس کړیدی چی- که چیری روژه نیونکی غوښی په تارپوری وتړي او خولې ته ئې داخلي کړي او بیرته ئې راوباسی روژه نه په ماتیږي. (قاموس الفقه)
یادونه: باید دغه مشین په دوا یا بل شي باندي لوند نه وي.

۱۱۳: سوال: که چیري د جماع پرته مباشرت وشي روژه څنګه ده؟
ځواب:که چیری د ښځې سره په یوه په دوو لارو کی جماع ونشي او بلکې پر نور بدن باندی ئې مباشرت وشي او انزال صورت ونه نیسی روژه نه ماتیږي.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۴: سوال: که چیری د پزي بلغم و ستونی ته ولاړ شي روژه څنګه ده؟
ځواب:که په پزه کي بلغم وي او و ستونی ته ولاړشي روژه نه په ماتیږي.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۵: سوال: که چیری یو شی د رانیولو پر مهال و څکل شي روژه څنګه ده؟
ځواب:یوه شی د رانیولو لپاره د هغه څکل که څه هم روژه نه ماتوي خو مکروه کاردی.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x