fbpx

ولي پغمبرانو داسي معجزې نه ښکاره کولې چي خلکو ته یې ګټه ورسیږي؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

سوال: ولې پيغمبرانو ته داسې معجزې نه ورکول کيدې چې نورو ته يې هم ګټه ورسيږي لکه اوسنی ټکنالوژي او د پيغمبر له وفات وروسته هم کار ورکړي ؟
ځواب: معجزه څه شی ته وايي؟
هغه خارق العاده کار چي د الله په امر سره د یوه پیغمبر څخه صادر سي، او مقابل لورې عاجزه کړي.

۱: معجزه ددې لپاره یو پیغمبر ښکاره کوي چي هغه څوک چي له ده سره په مقابل کي دی، هغه عاجزه کړي او ماته ورکړي، داچي هغه مقابل لوری یې مني که یا دا بېله خبره ده، لکه د حضرت موسی علیه معجزې و فرعون ته، د حضرت عیسی علیه السلام معجزې و یهودو ته، د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې و کفارو او مشرکینو ته؛ معجزه کله داسي هم وسي چي د مؤمنانو د ښه تصدیق لپاره وي، لکه د رسول الله صلی الله معجزې د صحابه کرامو په وړاندي.

د معجزې اصل مقصد دادی چي انسانان پوه سی چي دغه پیغمبر الله رالیږلی دی، او که تاسي شک او شبه لری نو دده معجزې وګوری.

۲: تاسی ګوری ټول پرمختګ له الهي وحی څخه پیل سویدی، الهی دین داسی دین نه دی چي ترقي، پرمختګ او ساینس ته کومه توجه نه کوي، بلکې د ژوند بشيړ لاره ده، زه اوس څو مثالونه درکوم.

الف: د لومړي ځل لپاره قلم او صابون حضرت ادریس علیه السلام جوړ کړ ایا دا ترقي نه ده؟

ب: د لومړي ځل لپاره کښتي او سمندري جهاز حضرت ابراهیم علیه السلام جوړ کړ ایا دا ترقي نه ده؟

ج: د لومړي ځل لپاره ږمنځ حضرت اسماعیل علیه السلام جوړه کړه، ایا دا ترقي نه ده؟

د: د لومړي ځل لپاره ځغري او فوځي جامې حضرت داؤد علیه السلام جوړې کړې، ایا دا ترقي نه ده؟

هـ: که ساینس د الهي وحو سره مقابله کولای سوای، د حضرت عیسی علیه السلام په وخت کي د افلاطون، جالینوس او بطلیموس ټوله طب موجود وو، خو یو انسان یې ژوندی نکړ، حال دا چي حضرت عیسی علیه السلام مړي ژوندي کول، له خټو
څخه به یې مرغه جوړ کړ او هغه به یې ژوندی کړ، ایا په اوسني ساینس کي یو څوک کولای سي چي یا مړي ژوندي کړي او یا هم د خټو حیوان ژوندی کړی؟ نه هیڅکله نه.

و: لومړي هوايي جهاز، چا جوړ کړ؟ حضرت سلیمان علیه السلام داسي تخت درلودی چي نه یې تیل غوښتل او نه یې ټیرونه غوښتل خو هرځای په هره ارتفاع کي یې حرکت کولای سوای، ایا دا ترقي نه ده؟

ز: لومړی ساعت چا جوړ کړ؟ مسلمانانو جوړ کړ، ایا دا ترقي نه ده؟

ح: صابون، عطر، شامپو، د غاښو برس، د زینت او ښکلا شیان او نور لومړی مسلمانانو اختراع کړل.

ط: جابر بن حیان مسلمان وو چي د اوسني کیمیا د علم پلار او موسس بلل کیږي. هغه الکیمي په کیمیا بدله کړه، تقطیر ، تصفیه ، اکسایډ ، تخبیر، تیزابونه او فلټرونه يې اختراع کړل. ایا دا ترقي نه ده؟

ی: د مسلمانانو ستره مرسته لکه الجبر او مثلثات په ریاضیاتو کي ، د ځمکي د ګردوالي اختراع 500 کاله د مخه تر ( ګیلي )، دا ټول غربیانو د ترکیه څخه وړي دي چي ۳۰۰ کاله ورسته اروپا، او بیا نورو یوړل. نو ویلای سو که نړی بېله مسلمانانو تصور کړو نو پر مختللې نړۍ به پرمختللۍ نه وي.

ک: په ریاضي، مثلثاتو او الجبر کي هغه ترقي چي مسلمانانو وکړه، په هغه وخت کي کفری نړۍ نه پيژندل.

ل: د مسلمانانو نور هیښونکي اختراعات:

الهزاروی ۱۵۰۰ مخه یو کتاب پر طب او جراحی باندي لیکلی وو چي تر ۵۰۰ کلونو پوري په اروپا کي تدریس کېده، ایا دا ترقي نه
ده؟

خوارزمی لومړی غټ ریاض پوه،چي د ریاضی په هکله یې داسي فارمولې اختراع کړې چي تر اوسه درسیږي.

اوسنی طیاره د لومړي ځل لپاره عباس ابن فرناس په ۹قرن کي په هسپانیا کي اختراع کړه، چي یو څه پرواز یې لا په وکړ.
په ټوله نړۍ کي لومړی روغتون د احمد بن تولون هسپتال وو په مصر کي، چي مسلمانانو جوړ کړ، او په ۹ پېړۍ کي بیا نورې نړۍ ورڅخه سرچینه واخیستل.

قهوه د لومړي ځل لپاره په یمن کي مسلمانانو کشف کړه، چي بیا یې په نړۍ کي رواج پیدا کړ.

۳: په قرآنکریم کي تر ۷۰۰ اضافه د ساینس په هکله مبارک ایاتونه سته، سل کال مخکي په جنین پوهنه څوک نه پوهیدل خو په قرآنکریم کي ۱۴۰۰ کاله مخکي په پوره تفصیل سره رڼا ورباندي اچول سویده.

سل کاله مخکي د خنزیر د غوښو په تاوانو باندي خلک خبر نه وه، خو ۱۴۰۰ کاله مخکي قرآنکریم ور باندي رڼا اچولې ده.

سل کال کیږي چي انسانان خبر سول چي له نا مشروع جنسي اړیکو څخه مهلکه ناروغي ایډز پیداکیږي او قرآنکریم ۱۴۰۰ کاله مخکی دا هر څه حرام کړیدي.

دغه هر څه له وحي څخه سرچینه اخیستې ده، او وحي د لومړي ځل لپاره و پیغمبرانو ته سویدي.

۴: د هر پیغمبر ژوند، اخلاق، سیرت او صورت معجزه ده، زه بېلګه درته وړاندي کوم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېلګه درته وړاندي کوم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غټه معجزه قرآنکریم دی، په قرآنکریم کي د تعمیر انسانیت ټول بنسټون شتون لري، د انسانانو اخلاق سموي، د انسانانو ټولنیز ژوند سموي، د انسانانو سیرت او صورت سموي، دانسانانو لپاره چي کوم اقتصادي نظام په قرآنکریم کي سته په هیڅ قانون او مفکورې کي نسته، کوم د ترقۍ او پرمختګ اصول چي په قرآنکریم کی سته د نړۍ یو ساینس پوه هم نه په پوهیږي، داچي مسلمانانو و قرآنکریم ته شا کړې ده، او پرمختګ یې نسته دا بېله خبره ده.

۵: مسلمانانو ۱۰۰۱ اختراعات کړیدي، تر ۱۵ پېړۍ پوري ټوله کفري نړۍ په ځانګړي ډول سره اروپا او امریکا د جهالت په تورو پردو کي پرته وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د