fbpx

کوچی او ودانۍ له پنده ډکه کیسه!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا: یوه سړي د یوې سترې بیدیا په مینځ کې خیمه وهلې وه؛ زښت ناداره او بېوزلي و، تر دې چې هغه د مېرمنې او اولاد په ګډون د یوې مړۍ ډوډۍ په موندلو برلاسی نه وو؛ خو له دې ستړي او ناهوسا ژوند سره سره له الله پاک نه، خوښ برېښېده، چاته یې له خپل نا قراره ژونده شکایت نه کاوه.

یوه یخینه او واورینه شپه ده، د اور په لمبو د یخ ځواک ماتوي؛ ناڅاپه یې د آسونو شڼهار تر غوږ شو، چې د یاد ناداره د ورانې جونګړې په لور یې را موخه ده، دوه بډای غوندي وګړي له آسونو را کښته شول. نادار او بې وزله په ورین تندي د “ښه راغلاست” په ویلو د هغوی را تګ بدرګه کړ، سمدستي وخوځېد، میرمنې ته یې کړه د راغلو میلمنو له پاره خواړه تیار کړه؛ داسې برېښي، چې میلمانه مزل ځپلي دي؛ نو د خلیلي تګلارې سره سم ورته یو څاروی ذبح (حلال) کړه.

میلمنو د هغوی وینا واورېده، یو – بل ته یې وکتل، ویلې: سړیه! موږ پوهېږو، چې ته یواځې همدا یو څاروی لرې او بس، پام چې یې حلال نکړې؛ خو د هغوی هڅو نتیجه ور نه کړه، هغه همدا یو دلیل وایه: “میلمه ډېر حق لري”.

میلمه پاله مېرمنې په بېړه څاروی حلال کړ، په څوشېبو کې یې خواړه تیار او د میلمنو مخته کېښودو. هغوی ډوډۍ وخوړه، د هغه په ورانه او ویجاړه جونګړه کې ویده شول. په سبا وختي هغوی له خوب نه را وخوځېدو، د تلو پر وخت یې د ناداره له ښه خدمت، میلمه پالني او ښه چلند نه یوه نړۍ مننه وکړه، ورته یې کړه: په نژدې کې باید ته له موږ سره په دې پوري ښار کې ووینې.

ناداره نه دی خبر، چې دا د ښار واکمن او وزیر دي.

وخت تېرېده یوه ورځ د ناداره د یاد ښار پر لور ور موخه شوه، د یادو وګړو په لټه کې شول؛ ویې موندل. ځان ته ګډ دی: آښه د مخلوق په تمه د خالق له لورېنې او مهربانۍ نه لیري کېدل د مېړنیو کار نه دی، بیرته د خپلې ورانې خیمې په لور و خوځېد، په یاد حالت یې خپله مېرمن هم خبره کړه. هغې د خپل مېړه په لوړ مورال او کوټلي دريځ آفرين ووایه او د هغه په الهي توکل یې خوښي وښوده.

یوه ورځ یوې تېزې سېلۍ د هغه د خېمې مراندې (تناوونه) وشلولې، هغه د مېرمنې او اولاد په ملتیا له یادې سیمې نه کډه بار کړه، په یوه لرې پرته سیمه کې د خېمې په بیا سمونه لاس پوري کړ؛ ناڅاپه د کندنې پر مهال په یوه صندق ور برابر شول؛ کله یې چې پرانیست، هغه له سرو – سپینو نه ډک دی؛ ټول پرې له حد نه زیات خوشاله شول.

له یو لړ مشورو وروسته په دې سلا شول، چې یاده خزانه باید وپلورو او په ښار کې پرې یو ښکلې ودانۍ ځان ته جوړه کړو. همداسې یې وکړل.

د ښار د یاد واکمن سترګې په یوه دنګه ودانۍ خښې شوې، ویې پوښتل: دا پورې ښکلې او رنګینه ودانۍ د چا ده؟!

ورته وویل شول: دا د یوه صحرایي وګړي ده تر اوسه یې په پلانکۍ سیمه کې خېمه وهلې وه؛ د الهي لورونې په مټ په یوه ستره خزانه ور برابر شو، چې له امله یې د یادې اسمان څکې ودانۍ څښتن شو.

یاد واکمن او وزیر دواړه د هغه د لیدلو له پاره د هغه کور ته ورغلو؛ هغه سمد ستي وپېزندل، چې دا هغه وګړي دي، کوم چې زما پر کور میلمانه ول، یو پاچا او دوهم یې وزیر دی. له پوښتنې ګروېږنې وروسته نوموړي واکمن ورته کړه: زما بلنه دي ولې و نه منله؟

هغه ور غبرګه کړه: درغلم؛ خو په الله پاک باندې تکیې او باور مې خوله وتړله در ته مې هيڅ هم ونشو ویلی؛ په الله پاک اتّکاء، اعتماد او توکل د یوې داسې ښکلې، اسمان څکې ماڼۍ څښتن کړم.

پاچا د هغه په ښه ژوند خوښي وښوده، ورته یې کړه ستا له ژوند لارې او کړنچارې نه مې ډېر څه یزده کړل.

لوستونکې! راشه، زه او تا هم د یاد کوچي له کیسې نه د عبرت درس واخلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د