نړۍ

پاکستاني طالبان: ۲۴ ساعتونو کې د اور بند اعلان کيدونکی دی

د پاکستاني طالبانو سياسي شورا ويلي چې، دوی د حکومت پر خلاف خپل عمليات دروي او د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به دغه اعلان وشي. د طالبانو د مرکچي کميټې مشر مولانا سميع الحق ويلي چې د طالبانو لخوا به ډېر زر د اور بند اعلان وشي او په مقابل کې يې د طالبانو غوښتنه دا ده چې، پوځ دې له جنوبي وزيرستانه ووځي او د دوی سپين ږيري او نور بې ګناه بنديان دې راخوشې کړي.

د يادونې وړ ده د حکومت مرکچي کميټې مشر عرفان  صديقي پرون رسنيو ته و ويل چې تروريستي بريدونه او مذاکرات پر يو وخت نه دي ممکن، له همدې امله پرون يکشنبه د طالبانو سياسي شورا غونډه درلوده او په غونډه کې فيصله وشوه چې دوی به د ۲۴ ساعتونو په دوران کې خپل اوربند اعلان کړي او له حکومته يې هم غوښتي چې، له جنوبي وزيرستانه دي پوځ وباسي او د دوی بې ګناه زندانيان دې راخوشې کړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x