افغانستان

مشرانو جرګه: امريکا او نړيوال په افغان سوله کې رښتيني نه دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان مشرانو جرګې پر امریکا او نړيوالو هېوادونو تور لګولی، چې د مخالفينو او افغان حکومت تر منځ د سولې په راوستو کې رښتينې همکاري نه کوي او د سولې په اړه يې تر اوسه روانې هڅې بې ګټې بللي دي.

مشرانو جرګه د امريکا او نړيوالو په ګډون پاکستان او د سيمې نور هېوادونه هم د سولې په اړه په دوه مخۍ تورنوي او وايي، له همدې امله به مشرانو جرګه د سولې په اړه غونډې لپاره پاکستان ته خپل پلاوی ونه لېږي.

د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کليمزی وايي، که امريکا، نړيوال او ګاونډي هېوادونه د سولې په برخه کې رښتينې هڅې وکړي، په لنډ وخت کې په افغانستان کې بريالۍ سوله راتلی شي.

کلیمزي د ګډ حکومت پر مشرانو هم تور ولګاو، چې د سولې په برخه کې خپل رښتينې مسووليت نه ادا کوي او نه هم له نړيوالو سره د جګړې د لاملونو په له منځه وړو کې مرسته کوي.

مشرانو جرګې له پاکستان سره د نرمي ښودلو په اړه هم د ګډ حکومت پر مشر نيوکې وکړې.

سناتورانو وويل، چې ولسمشر په خپلو پخوانيو څرګندونو کې پاکستان د ټولو ستونزو لامل باله، خو اوس يې يو ځل بيا پاکستان سره له سره اړيکې پيل کړي، چې دا کار د ملي شورا سربېره ولس ته هم د منلو وړ نه دی.

ولسمشر غني له مشرانو جرګې غوښتي، چې د ستونزو د اواري او سولې په اړه يو پلاوی اسلام اباد ته ولېږي، خو د مشرانو جرګې مرستيال محمد اصف صدیقي وايي، چې ولسمشر د پاکستان په اړه څرګنده تګلاره نه لري او پر پاکستان يې تور لګولی، چې د سولې په برخه کې صادقانه همکاري نه کوي او له همدې امله مشرانو جرګه اسلام اباد ته د پلاوي له لېږلو سره مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x