نړۍ

د لندن يوې ۲۷ پوړيزې ودانۍ کې خونړی اور لګېدلی / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د لندن ښار په يوه اووه ويشت پوړيزه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

ځايي رسنۍ وايي، چې د اور لګېدو له امله ځينې کسان په ودانۍ کې بند دي او د مرستو غوښتنه کوي.

په دغې ۲۷ پوړيزه ودانۍ کې ۱۲۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د ټولو اوسېدونکو شمېر يې سلګونو ته رسېږي.

د رپوټونو له مخې ځينې سوځېدلي او اغېزمن کسان روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او يو شمېر خلک لا هم په ودانۍ کې بند دي.

برتانوي رسنۍ د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې د اور وژنې چارې له کړاوونکو سره مخ دي، لسګونه موټر او له دوو سوو زيات د اور وژلو مسوولين د اور مړه کولو هڅه کوي، خو د شپږ ساعتونو په تېرېدو لا هم اطفاييه په خپلو چارو کې ناکامه ښکاري.

رسنۍ وايي، چې د اور شدت ډېر زیات دی او ودانۍ په نړېدو پيل کړی دی.

تر اوسه د پېښې شوې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم، خو د اټکل له مخې کېدای شي لسګونو کسانو ته  د پرېمانه مالي زيان سربېره مرګ ژوبله هم اوښتي وي.

د لندن ښاروالۍ او اطفاييې اداره وايي، چې د اور وژنې چارې روانې دي، خو د اور شدت ته په کتو د خپلو کارونو ناتواني ښيي.

د اطفايي مشر ډن ډالي ويلي، چې دوی له هر ډول وسايلو کار اخلي او هڅه کوي، چې اور مړ کړي، خو په وينا يې دا کار ستونزمن برېښي او کېدای شي، د اور له مړه کولو وړاندې ټوله ودانۍ له منځه ولاړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x