افغانستان

ارګ: د امرالله صالح له استعفا د فیسبوک له لارې خبر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاحسین مرتضوي وايي چې ولسمشر غني د امرالله صالح له استعفا څخه د فیسبوک له لارې خبر شوی او تر دې دمه یې د هغه رسمي استعفا نه ده ترلاسه کړې.

امرالله صالح چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزیر ټاکل شوی و، پرون يې د فیسبوک له لارې استعفا ورکړه.

هغه پرته له دې چې د استعفا لاملونه څرګند کړي، لیکلي وو: «زه ځان د افغانستان امنیتي سیکتور اصلاحاتو وزیر او دفاعي ځواکونو کې د افسرانو ګومارلو له بورډ نه ځان مستعفي بولم».

اوس تازه د ولسمشر ویاند مرتضوي د هغه د استعفا په اړه غبرګون هم د فیسبوک له لارې ښودلی دی. مرتضوي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې ولسمشر غواړي د امرالله صالح د استعفا په واقعي دلایلو ځان پوه کړي.

امرالله صالح د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د پلویانو څخه دی، او د زرغون بهیر په نوم یوه ډلګۍ هم لري. نوموړی د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د ملي امنیت رییس و.

ویل کیږي چې د صالح د ریاست پر مهال ډیری پښتانه آن یواځې د ږیرې او پګړۍ په درلودلو هم زندانونو ته اچول شوي وو او دوسيې یې هم کلونه کلونه ورکې وې.

پر هغه نېوکه وه چې د استخباراتو ریاست ټولې وړې او لوړې څوکۍ پرته له دې چې مسلکیتوب په نظر کې ونیسي یواځې پنجشیریانو ته ورکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x