افغانستان

داعش له خوا د تورې بوړې د نېولو ادعا شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې داعشي وسله‌والو بېګا شپه د تورې بوړې ستراتيژيکه سیمه نېولې ده.

په پچیراګام کې دولتي سرچېنې وايي چې داعش بېګا شپه له ولسي وګړو او طالبانو سره تر سختې جګړې وروسته د تورې بوړې غرونه ونېول.

د سرچېنو په وینا طالبانو له تورې بوړې شاتګ کړی او په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې په پچیراګام ولسوالۍ کې د اربکیانو یو قومندان امریکا غږ ته ویلي چې د داعشیانو په راتګ سره د تورې بوړې څخه ۲۰۰۰ کورنیو هجرت کړی دی.

نن ټکی اسیا ته په خوږیاڼي ولسوالۍ کې یو تن د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د وزیرو د تنګي څخه هم ډیری کورنۍ کډه شوي او کورونه یې د «خدای اسرې» ته پرېښي دي.

سرچېنې په توره بوړه کې د طالبانو ماتې د سیمه‌ییزو قومندانانو نه شتون وښودلو او په وینا یې له نورو ولایتونو څخه راغلي قومندانانو او عامو وسله والو طالبانو ته د دغې غرییزې سیمې نه لارې معلومې دي او نه هم په دغه ځای کې د جګړې تجربه لري.

هغه پر طالبانو نېوکه وکړه چې ولې یې سیمه ییز طالبان څنډې ته کړي او پر ځای یې بې تجربې طالبان مخکې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرو لسو ورځو څخه د داعش وسله والو د سپین غر په لمنو کې ځای پر ځای شوي وو، د طالبانو او ملکي وګړو سره یې جګړه پیل کړې وه.

دولتي ځواکونو تر تېرې شپې پورې د داعش مقابل کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

توره بوړه په ننګرهار کې ستراتيژیک نظامي سیمه ده او د روسانو سره د جګړې پر مهال د جهادي رهبر مولوي یونس خالص د مجاهدینو مرکز و.

په دغه ځای کې د مولوي خالص مجاهدینو اوږدې سمڅې او تونلونه جوړ کړي وو چې د امریکا راتګ سره بیا د القاعده د جنګیالیو لپاره مهم پټنځای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو ورونو دا هم یهودانو او صلیبیانو نوی فتنه او زمونږ دافغانانو د وژلو بله نوی لیار او فریب دی ، حزبیانو ته داعشیان وایی ، حکمتیار چه وایی زه په غلامه اداره کی سهم نه غواړم حتی ټاکنو کی به هم د هلال په شان چه د دوی حزبی نه وی ته به رایوی ورکړی . اصل کی حزبیانو ته د داعشیانو قومانده ورکول شوی ، ظاهر قدیر هم ورسره ملګری جنوب کی رازق هلکو ، هرات کی اسمعیل خان ، شمال کی عطا ، دوستم ، او مرکز کی ضیا ، عبدالله او پدرام او داسی نور په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x