افغانستان

کندز کې اربکيان ولسي وګړي ځوروي

د کندز ولايت قلعه زال ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې، په دغه ولسوالۍ کې اربکيان له خلکو په زوره پیسې اخلي او ځوروي يې. د سيمې خلک وايي چې، د اربکيانو قوندان نبي ګيچي خلکو ته ويلي چې د کور پر سر به د مياشتې درې سوه افغانۍ ورکوي.

دسيمې اوسيدونکي وايي چې، دوی هره مياشت د پیسو ورکولو توان نلري او اربکيان يې ځوروي او د مرګ ګواښونه ورته کوي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې اربکيان ولسي خلک ځوروي او پيسې ترې غواړي، بلکې داسې پيښې نن سبا د خبرونو جز ګرځيدلي چې، د هيواد په يوه سيمه کې دې اربکيان خلک، ځوروي، وهي او کورنه يې په يوه اوبله بهانه تالاشي کوي، مګر تر اوسه هيڅ کومې مرجع په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x