افغانستان

د طالبانو په برید کې سنګوري اربکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې د سنګوري اربکیانو په نامه وسلوالو باندي په یوه چاودنه کې په لسګونو مړه او ژوبل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمد نن ټکی اسیا ته وویل چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر له لوري را منځته شوه چې د ګریشک ولسوالۍ په مرکز کې یې د سامینار په سیمه کې د ملي امنیت مربوط د سنګوري اربکیانو په نامه وسلوال په نښه کړه چې له امله یې د نوموړي په وینا ۲۶ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شول.

قاري یوسف احمدي ویلي چې په دغه چاودنه کې د سنګوري اربکیانو قومندان «وفادار» هم ووژل شو.

باید وویل شي چې سنګوري اربکیان په هلمند کې د ملي امنیت او جبار قهرمان په ګډو هڅو جوړ شوي، چې د طالبانو غوندي جامې اچوي، ځان د ملا منان نیازي ډلې ته منسوبوي او ځانونه طالبان بولي.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسمعیل خپلواک د پيښې د تایید تر څنګ ویلي چې په دغه برید کې څلور تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۱۱ اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي چې په هلمند کې د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close