امریکا په افغانستان کې خپله پوځی ماتې ومنله

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې زمونږ اوسنۍ پوځي ستراتیژۍ ناکامه او زمونږ له لوري د افغانستان جګړه نه ګټونکې ده.

ښاغلي جیمز مټیس دا څرګندونې په واشنګټن کې د کانګریس د وسله والو ځواکونو د کمېسيون پر وړاندې د افغانستان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کولې ، نوموړي د امریکايي سناتورانو په ځواب کې وویل: “موږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه يو او هرڅومره ژر چې کېږي بايد دا وضعيت سم شي”.

په افغانستان کې د امریکايي ستراتیژۍ د ناکامي په اړه د جیمز مټیس په څیر لوړ پوړي امریکايي چارواکي اعتراف په خپل ذات کې د امریکایانو لپاره هغه تریخ حقیقت دی چې له تیرو ۱۶ کلونو راهیسې یې ورڅخه انکار کاوه.

که څه هم په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ټولو عیني واقعیتونو په دې هیواد کې د امریکایانو په ښکاره ماتې دلالت کاوه ، خو امریکایان د نړۍ د یوه مغرور اشغالګر ځواک په توګه دیته نه و اماده چې د تش لاسو افغانانو په لاس خپل شکست ومني او یاهم د اوسني دفاع وزیر جیمز مټیس په څیر ورباندې بربنډ اعتراف وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ستراتیژۍ په ناکامي باندې د پنټاګون اعتراف که له یوې خوا خپله د امریکایانو لپاره لوي پرشاتګ بلل کیږي د هغه ترڅنګ د ګډ حکومت لپاره هم کوم چې خپله بقاء په افغانستان کې په امریکايي موجودیت پوري مرهونه بولي لویه صدمه بلل کیږي.

د سږکال له پیله پر نورو امنیتي ستونزو سربیره ګډ حکومت له یولړ داسې داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې له دننه یې د هغه د سقوط او شړیدو احتمالات ډیر زیات کړي دي.

د ولسمشرغني او دهغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم ، د ولسمشر غني او د اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله ترمنځ شخړې او په حکومتي سیسټم کې اداري فساد ، د دولتي چارواکو ترمنځ بي باوري او د کابل په شمول د هیواد په ډیری سیمو کې د وسله والو طالبانو پوځي فعالیتونه هغه عوامل دي چې له څو اړخونو یې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه او دهغوئ پوځي ستراتیژي له سترو ننګونو سره مخ کړې.

د افغانستان جګړه د امریکایانو لپاره تر ټولو اوږده او له پوځي او اقتصادې اړخه پُرمصرفه جګړه ده چې د ۱۶ کلونو له تیریدو وروسته هم هغوئ هیڅ لاسته راوړنه نه لري ترې.

د پنټاګون پوځي ماهرین وايي چې هغوئ نه یواځې دا چې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په ناکامي معترف دي ؛ بلکې د هغه ترڅنګ د افغانستان له لانجې څخه د وتو لاره هم تري ورکه ده.

دې خبرې ته په غیر مستقیم ډول جیمیز مټیس هم په خپلو خبرو کې اشاره وکړه او ویې ویل (( دم ګړۍ د امريکا نوي حکومت د افغانستان په اړه هیڅ کومه مشخصه تګلاره نه لري))



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.