افغانستان

«داعش ته حکومت تبلیغات کوي؛ تورې بوړې ته نېږدې محض یو کلي سقوط کړی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴که ۱۳۹۶ل): د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو نن ادعا وکړله چې د داعش وسله‌والو تېره شپه تر یوې سختې جګړې وروسته د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د «تورې بوړې» ستراتيژیکه سیمه نېولې ده، خو ځايي اوسېدونکي بیا دا محض د حکومت تبلیغات بولي او ردوي یې.

د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې داعش وسله‌والو هېڅ پرمختګ نه دی کړی او دوی هم نه پوهيږي چې ولې په رسنیو کې ورته تبلیغات کیږي.

هغه زیاته کړله چې د خوږیاڼیو په درې ولسوالیو «پچیراګام، شیرزاد او خوږیاڼي» کې د شپې له خوا اوازې خپرې شوې چې ګواکې داعشي وسله‌والو توره بوړه او د وزیرو تنګی نېولی او خلک پرته له دې چې ځان په واقعیت پوه کړي له کورونو وتښتېدل.

سرچېنې له قوله  تورې بوړې ته نېږدې سلیمان خیلو تنګي سره یو کلی چې پخوا داعش نېولی و او بیا ترې طالبانو او ولسي وګړو وشړل، یو ځل بیا داعش نېولی او نور ارامه ارامي ده.

نوموړي دا هم رد کړله چې ګواکې د وزیرو تنګی دې داعش نېولی وي: «او د وزیرو تنګی ټول د طالبانو سره دی».

«د وزیرو په تنګي چې داعشیانو بیګاه تعرض کړی وو هغه دطالبانو له لورې په شاه تمبول شوی، اته داعشیان یې وژلي، مازیګر یې ددووو داعشیانو سرونه ابکو صیب ته هم راوړي وه»

د خوږیاڼو یو شمېر نور اوسېدونکو هم پر فیسبوک وضعیت ارامه ښودلی او پر خپلو فیسبوک پاڼو یې لیکلي، کومو خلکو چې د حکومتي تبلغیاتو له کبله یې د شپې او سهار وختي کورونه پريښي وو، ماښام د حقیقت له خبریدو سره کورونو ته ستانه شول.

دوی وايي چې یو شمېر مستعار اکونټونو له لارې داسې خبرونه خپریدل چې ګواکې ټول خوږیاڼي داعش ونېول.

توره بوړه په ننګرهار کې ستراتيژیک نظامي سیمه ده او د روسانو سره د جګړې پر مهال د جهادي رهبر مولوي یونس خالص د مجاهدینو مرکز و.

په دغه ځای کې د مولوي خالص مجاهدینو اوږدې سمڅې او تونلونه جوړ کړي وو چې د امریکا راتګ سره د القاعده د جنګیالیو لپاره مهم پټنځای و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

حکومت غواړی چه حزبی داعشیان الوتکو کی هلته ښکته او د هغوی دمخه په طالبانو سخته بمباری وکړی چه طالبان محوه یا شا تګ ته مجبور شی ، نو مخکی له مخکی ورته تبیلیغات کوی چه حزبی داعشیانو هغه مهمه ستراتيژیکه سیمه څرنګه سمدلاسه ونیوله ، همدا د حزبیانو د جوړی لاسته راوړنی دی چه حکومت کی برخه نه اخلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x