fbpx

کرکیټ: انګلینډ ته په ۸ وکټو ماتې سره پاکستان پای لوبې ته ورسید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): نن د چمپینز ټرافي په سیالي کې پاکستان د انګلینډ څخه نیمه پای لوبه په ۸ وکټونو وګټله او پای لوبې ته یې ځان ورسوی.

د لوبې په پيل کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

انګلینډ په خپل وار ۲۱۱ منډې جوړي کړې او ټول لوبغاړي يې په پنځوسم اور کې وسوځېدل.

جې روټ ۴۶، بیا بیرسټو ۴۳، بین سټوکس ۳۴ او کپتان مورګان ۳۳ منډې جوړي کړې.

د پاکستان له لوري په بالنګ کې حسن علي ۳ لوبغاړي وسوځول، جنید خان او رومن رئیس دوه دوه لوبغاړي وسوځول، شاداب خان د یوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

د ۲۱۲ هدف په تر لاسه کولو کې پاکستان یوازي ۳۷.۱ اورونو ته اړتیا لرله، او هدف یې په ډېره اسانۍ سره د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره تر لاسه کړ.

په پيل کې اظهر علي (۷۶) او فخر زمان (۵۷) ۱۱۸ منډې په ګډه جوړ کړې، وروسته بابر اعظم ۳۸ او محمد حفیظ ۳۱ منډې جوړي کړې او لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی حسن علي ونومول شو چا چې د مقابل اړخ درې تکړه لوبغاړي په خپل بالنګ سره وسوځول.

باید وویل شي چې د اسټرالیا، انګلینډ، نیوزیلینډ او سیرلانکا په وتلو سره د چمپینز ټرافي پای لوبه به د آسیايي هیوادونو تر منځ د راتلونکې یک شنبې په ورځ تر سره شي.

سبا به د هندوستان او بنګلدیش تر منځ دوهم سیمي فاینل لوبه تر سره شي او ګټونکی به یې د پاکستان پر ضد فاینل ته ووزي چې د لندن ښار په «اوال» سټیډیم کې د راتلونکي یکشنبې په ورځ تر سره کیږي.

باید وویل شي چې د چمپینز ټرافي په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې پاکستان پای لوبې ته رسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د