
روسي سفير: امريکا او ناټو د نشه يې توکيو مخنيوی خپله دنده نه بولي
په افغانستان کې د روسيې سفير ضمير کابلوف ويلي چې، د افغانستان پر دېرش سلنه ځمکه اوس هم کوکنار کرل کيږي؛ امريکا او ايتلافيان يې په مخنيوي کې باتې راغلي. ضمير کابلوف زياته کړه چې د دغو نشه يې توکيو ډېره برخه د امريکا تور بازار ته رسيږي، نو ځکه امريکايي ځواکونه د مخدره موداو مخنيوی خپله دنده نه بولي.
کابلوف وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو کرل د تېر کال په پرتله څو چنده زيات شوی دی. کابلوف په خپلو خبرو کې له بګرامه د طالب بنديانو خوشې کولو په اړه د کرزي ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې له طالبانو سره روغه جوړه د افغانستان ملي پخلاينه ده.