
د قطر څخه د محاصرې پورته کولو لپاره د سعودي شرطونه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د سعودي یوه متقاعد شوي جګپوړي استخباراتي چارواکي «انور عشقي» د یوې مصرۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه شرطونه په ډاګه کړه چې سعودي او امارات یې د قطر څخه غواړي.
نوموړي وویل، که قطر غواړي چې د سعودي، امارات، بحرین او مصر سره ښې اړیکې ولري، او له دغو هیوادونو څخه باندي لګېدلي بندیزونه لیري شي، د الجزیرې تلویزوني شبکه دې په بشپړه توګه بنده کړي او همداسي دي ورسره هغه ټولې رسنیزي شبکې د تل لپاره ختم کړي چې قطر یې تمویلوي او د سعودي پر ضد تبلیغات کوي.
نوموړي همداراز وویل چې په قطر کې مېشت د اخوان المسلمین ډلې مشران او د حماس ډلې مشران به له خپل هیواد څخه پسي اخلي.
د دریم شرط په توګه نوموړي وویل چې قطر به د ایران سره هر نوعه اړیکې پرې کوي.
باید وویل شي چې دا شرطونه د سعودي د مختلفو چارواکو له لوري د رسنیو سره شریک شوي خو تر اوسه هم قطر په دغه اړه باندي څرګندوني نه دي کړې.
ددې تر مخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او په واشنګټن کې د امارتو سفیر ویلي وه چې خلیجي هیوادونه به امریکا ته خپل شرطونه وسپاري چې د قطر څخه یې غواړي، که چیري قطر د حل لاره غواړي د واشنګټن سره دي اړیکه ونیسي.
د قطر بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندي په یوه مرکه کې ویلي وه چې د الجزیرې شبکې په اړه د هیڅ چا سره خبرې کولو ته اماده نه دي.
حیرانوونکی ، خپله د خپلی غلامی یادونه په ډاګیزه پڼه کی یادوی ، چه دا شرایط به مونږ امریکا ته وسپارو ، کشکی د دی په ځای یی ملګری ملتونه یا اسلامی اتحادیه یاده کړی وی ولی یی امریکا ته سباری ، امریکا هغه هیواد هم نه دی چه په دی قضیه کی د قطر او سعودی د ستونزو په اړه بی طرفه پاتی شوی ، ترمپ په ډاګه وویل چه قطر هیواد د دهشتګرو سره مرسته کوی ، یعنی د امریکا دریز همدغه دسعودی دریز دی نو د سعودی حکومت خپل شرطونه ځکه امریکا ته سپاری چه امریکا له… نور لوستل »
الله اکبر دا د مسلمان هیواد حال دی خپله اصلي چهره یې اوس ښکاره کړل چې %۱۰۰ د امریکا غلام دی تاسي یې دا متن وګورئ ((ددې تر مخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او په واشنګټن کې د امارتو سفیر ویلي وه چې خلیجي هیوادونه به امریکا ته خپل شرطونه وسپاري چې د قطر څخه یې غواړي، که چیري قطر د حل لاره غواړي د واشنګټن سره دي اړیکه ونیسي.))
آیاداشرطونه دیومسلمان دپاره دمنلووړدی چه مسلمانان چه جهادکوی دخپله ملکه پسی واخله اوراسه زموږسره یوځان دکفاروغولامی قبوله که ،الله په قرآنکریم کی فرمایی دیهودواونصاراووملګری هم له دوڅخه دی