
امریکا: د کانګریس د غړي په شمول نهه امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې سهار وختي د لوبو په یوه میدان کې د ډزو پر مهال د امریکا په کانګریس کې د جمهوري ګوند د غړو پارلیماني مرستیال «سټیف سکالیس» د پنځو نورو کسانو په ګډون ټپي شوی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د یادې پيښې وروسته د بریدګر د وژل کېدو په اړه خبر ورکړ او د امریکا ولس ته یې پر یووالي ټینګار وکړ.
ویل کیږي چې بریدګر سپين پوستی امریکايي وو چې د ټرمپ او جمهوري ګوند څخه یې شدیده کرکه لرله او غوښتل یې چې د دغه ګوند څخه انتقام واخلي.
د یادې پيښې څو ساعته وروسته د امریکا په سان فرانسیسکو ښار کې یوه کس په شرکت کې پر خپل ملګرو ډزې وکړې چې له امله یې څلور تنه مړه او خپله بریدګر ټپي شو.