هندیانو د ټرمپ د زیږېدنې کلیزه په دې توګه ولمانځله / وګورئ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د هندوستان په پلازمینه کې سخت دریځو هندوانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زیږېدنې ۷۱مه کلیزه ولمانځله او هغه یې د اسلامي سخت دریځي څخه د انسانیت د خلاصون مسیحا وباله.

سخت دریځي هندوان چې هره دوهمه ورځ په هندوستان کې مسلمانان پر سړکونو په غیر قانوني توګه په دې وجه وژني چې غواوي حلالوي او یا یې غوښي خوري، په کشمېر کې د هندوستان څخه ازادي غوښتونکې مسلمانان سخت دریځي بولې او په وړاندي يې د هیڅ وحشت او بربریت څخه مخ نه اړوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ ۷۱ کلن سو، د هندوسینا په نامه سخت دریځي ډلې په دغه مناسبت لوی کیک برابر کړی وو او د ټرمپ عکس ته یې په خوله کې د ورکولو پر مهال وویل: ډونلډ ټرمپه! کلیزه دي مبارک شه!.

د هندوسینا ډلې مشر ویشنو ګوپتا په دغه مناسبت وویل په نړۍ کې ټرمپ یوازینی سړی دی چې د کشمیر په پاکستاني اړخ کې د سخت دریځو خاتمه کولای شي.

باید وویل شي چې د هند لومړی وزیر ناریندرا مودي (سخت دریځی هندو) د جون میاشتي پر ۲۶ نیټه د ټرمپ سره په واشنګټن کې ګوري.

باید وویل شي چې تېر کال هم په ورته توګه په هندوستان کې د ټرمپ کلیزه لمانځه شوې وه. ټرمپ هغه وخت لا ولسمشر نه وو ټاکل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د