شاهد افریدي دریټایرمنټ فیصله بیرته واخسته

.

د پاکستان دکرکټ دملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او پخواني کپتان شاهد افریدي خپله هغه پرېکړه چې ګواکي له دې ورسته به په نړیوالو سیالیو کې برخه نه اخلې ، بېرته واخسته .شاهدافریدي دکراچي په ښارکې مطبوعاتو ته وویل چې اوس مهال دپاکستان حالات برابرشوي او اوس مناسبه بولي چې په لوبډله کې دبل کپتان تر مشرۍ لاندې لوبه وکړې او یوځل بیا په نړیوالو سیالیوکې برخه واخلي .

دا لومړي ځل نه دي چې نوموړي کپتان د ریټایرمنټ اعلان کوي او بېرته اخلي ، بلکې تر دې مخکې څو ځلې مخکې هم په لوبډله کې دبېلابېلوستونزو له کبله تقاعد ته اړ شوي وو .خو ورستی ځل کله چې دهیواد ملې لوبډلې دده په مشرۍ په ویسټ انډیز کې له کوربه هیواد نه لوبه وبایلله ، دکرکټ بورډ له خوا نه د کپتان به توګه له دندې کولو ګوښه کړای شو .

له ګوښه کېدو ورسته نوموړي هم له نړیوالو سیالیونه د تقاعد اعلان وکړ خو نن یې خپل اعلان بېرته واخست او یوځل بیایې دکرکټ میدان ته راودانګل .

شاهد افریدي دپاکستان په ملي لوبډله کې د ممتاز کردار درلودونکي دي او په خپلې ځانګړې لوبې یې دزیاتره هیوادوالو په زړونو کې ځای نیولی دي .

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.