نړۍ

د لندن په اور کې ۱۲ کسان وژل شوي ۷۰ ټپيان دي / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د پيشلمي پر مهال د برتانیې په پلازمینه لندن کې په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې اور ولګېد چې له امله یې د وروستیو راپورونو پر اساس ۱۲ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په قربانیانو کې ځیني مسلماني کورنۍ هم دي چې په هغوی کې د بي بي سي د راپور سره سم اقلا یوه افغانه مېرمن او یو ماشوم شامل دی. چې اوس د کوما په حالت کې په روغتون کې بستر دي او د کور خاوند لا تر اوسه لا درکه دی.

تر اوسه د اور لګېدنې علت د برتانوي چارواکو له لوري نه دی اعلان شوی، خو وایی تحقیقات روان دی، انځورونه او ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x