د افغانستان او ویسټ انډیز دریمه یوه ورځنۍ لوبه په باران ومینځل شوه / ویډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې وه چې نن د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ دریمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شي، خو د باران له وجې دغه لوبه پاته شوه او د ۳ لوبو دغه لړۍ (سیریز) یو په یو برابره شوه.

کله چې د لوبې لپاره لوبغاړي میدان ته راغله، باران شروع وو، ځکه د لوبې پچه هم وځنډول شوه، په منځ کې یو ځل باران ودرېد چې ورسره د لوبې پچه وشوه او د اورونو شمېر ۴۳ ته را ښکته شو، خو ددې تر مخه چې لوبه پیل شي، یو ځل بیا باران پيل شو او بیا یې دوام وکړ تر دې چې لوبه لغوه شوه.

په دې توګه افغانستان د ویسټ انډیز سره د لوبو سیریز یو په یو برابره کړه.

د سیریز جام د دواړو غاړو لوبډل مشرانو ته وسپارل شو خو ویسټ انډیز د افغانستان لوبډلې ته ډالۍ کړ، تر څو یې افغانستان له ځانه سره هیواد ته راوړي.

باید وویل شي چې افغانستان په ویسټ انډیز کې ددغه لوبډلې سره ۳ شل اوریزه لوبې وکړې او دوه یوه ورځنۍ لوبې چې یوه یې ځیني وګټله او پاته لوبې یې وبایللې.

ویسټ انډیز لوبډلې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام هم ګټلی خو په یوه ورځنیو لوبو کې یې نمبري کمي شوې او په رینکنګ کې نهم نمبر ته را غورځېدلی دی. چې سمدستي ورپسې افغانستان په لسم نمبر دی.


راشد د سیریز غوره لوبغاړی وبلل شو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د