
نادري ناولده
که د اوسنۍ نړۍ مشران کډوال شي، څرنګه به ښکاري؟ دلته یې وګورئ! / انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د سوریې یوه هنرمند په المانیا کې وروسته تر هغه ځانته د نړۍ توجه ور واړوله کله یې چې د خپلو رسمونو یو نندارتون پرانیست.
د سوریې څخه مهاجر شوی رسام عبدالله العمري په خپل نندارتون کې د اوسنۍ نړۍ مشهورې څېرې او ولسمشران د کډوالو په توګه انځور کړي تر څو د کډوالو لوري ته د نړیوالو توجه را واړوي. او پيغام ورکړي چې همدا ولسمشران که سبا کډوال شي، همداسي به بې وزله او بدرنګه ښکاري لکه څرنګه چې اوس کډوال ښکاري.
باید وویل شي چې د سوریې وروسته افغانستان دوهم نمبر هیواد دی چې زیات هیوادوال ځیني کډه کیږي خو بیا هم د سوریې رسام د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته نه دی پام شوی.
انځورونه:










