افغانستان

طالبان: د هرات په ګلران کې نولس پوليس تسليم شوي

د هرات د ګلران ولسوالي د کاريز الياس په سيمه کې د جلب او جذب کميسون او قومي مخورو په هڅو د دولت نولس عسکر چې په پوليسو او اربکيانو کې يې دندې تر سره کولې له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

طالبانو په خپل راپور کې د يادو کسانو لړليک له پوره شهرت سره ذکر کړى دى.

دا په داسې حال کې دى چې دوه ورځې وړاندې  د فارياب په قيصار کې پينځه ويشت پوليس او تر دې وړاندې په ننګرهار کې شپاړلس د ملي اردو عسکر تسليم شوي وو.

ياده دي وي چې د داسې راپورونو د دفع په خاطر دولت پرلپسې د طالبانو د ځپلو راپورونه خپروي، چې هغوى يې پر مستندو دلايلو هره شېبه ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x