
شپږیزه کرکټ لیګ د جولايي پر ځای سپتمبر کې کیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ يې ځنډولي او د نوې پریکړې پر اساس به د جولايي پر ځای به په سپتمبر میاشت کې ترسره شي.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې دغه پریکړه د شپږیزه کرکټ لیګ کمېټې او د کرکټ بورډ مشرتابه د لوبډلو د امتیاز درلودونکو شرکتونو سره په همغږۍ کړې ده.
کرکټ بورډ ویلي چې په دغه موده کې به لوبغالی نور هم ښایسته شي او هم به د لوبډلو امتیاز درلودونکي شرکتونه د بازار موندنې لپاره کافي وخت ولري.
ټاکل شوې وه چې د شپږیزې سیالۍ په جولايي کې ترسره شي او کرکټ بورډ له همدې کبله له آیرلینډ سره سیالۍ هم لغوه کړې وې.