افغانستان

کابل مترو بس پروژې د لومړي خط کارونه نن پرانېستل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د کابل ښاروالۍ وايي چې د کابل میترو بس پروژې لومړنی پړاو کارونه به نن پرانېستل شي او تمه ده چې په یو کال کې دننه دننه به پوره شي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي خبریالانو ته نن په کابل کې وویل چې د میترو بس لومړنی خط به نن پیل شي چې په یوه کال کې به بشپړه شي او دوهمه خط کارونه به هم د همدې کال په اوږدو کې پیل شي.

حبیب زي زیاته کړه، چې په کابل ښار کې به ۳۷۵ کیلومتره سرکونه په روان کال کې احداث کېږي، چې عرضونه یې له ۶ مترو پيل او تر ۶۰ مترو پورې رسېږي.
هغه وویل چې په ټوله کې به، په راتلونکو درېیو کلونو کې په کابل ښار کې ۱۱۱ کیلومتره مېترو بس خط پرانیستل شي.

کابل ښاروال د خبري کنفرانس په څنډه کې ۱۶ د پلازمېنې د سرک جوړونې پروژې د شرکتونو سره د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حضور کې لاسلیک کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x