
د مریض پوښتنه
ژباړه : میوند محمد جمال
د ادب په كتابونو كې راغلي چې: يو ډېرې خبرې كونكى ديوه مريض پوشتنې ته ورغى لا ناست نه و چې مريض ته يې وويل:
فلانيه! دا رنګ دې ولې ژېړ دى؟
مريض ورته وويل: په هر حال شكر دى.
هغه ورته بيا وويل: ډېر كمزورى ښكاري دا ولې؟
مريض ورته وويل: الله رحيم او كومك كوونكى دى.
هغه بيا وويل: داسې ښكاري سخت ناروغه يې. دا له كله نه داسې يې؟
مريض ورته وويل: دا څو ورځې كېږي.
هغه بيا وويل: څه مريضتيا لرې؟
مريض ورته وويل: دومره غټه مسئله نه ده الله به مي ښه کړي.
هغه بيا وويل: بيا هم څه مريض يې؟
مريض وويل: داسې خاص مريض نه يم.
هغه بيا وويل: آيا دا مرض نوم نه لري ، بهر حال څڼګه یې؟
مريض ورته وويل: ته چې راتللې د هغې نه مخكې ښه وم، خو اوس داسې ښكارېږم چی مرض یم .
هغه وويل: ښه زه به لاړ شم، څه ضرورت خو نه لرې؟
مريض ورته وويل: زه له تانه دا غواړم، چې كله لاړې بيا رانشې تر دي چی زما جنازی ته هم را نه نشی .
كه مونږ پام وكړو اكثراً مريضان همدا حال سره مخامخ دي. بعضې كسان چې د مريض پوښتنې ته لاړ شي، نو دومره سوالونه كوي، چې د خصلاصېدلو نوم نه لري او داسې مفتې او عجيبه مشورې به وركوي چې انسان به داسې فكر كوي چې يو متخصص ډاكټر دى