شعـــــرونه

غزل/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

راکړه نن د مينې او الفت غيږه
راکړه د ريښتوني محبت غيږه

ستا د ننګ خبرې څومره خوندکوي
ځار دې شم هسکه د غيرت غيږه

ستا خولو ګردونو کې فردوس پروت ده
پښو کې دې پرته ده د جنت غيږه

تل دې وربښلي خوشاليانې دي
ځکه خو درکړې ده امت غيږه

خدايزده که رقيبه زورور شې پرې
خدايزده که کړې ماته د ملت غيږه

راشه څنګ په څنګ غاړه غړۍ شو نن
نن خو راته پرانيزه سنت غيږه

خداى دې له رنځورې ورځې وساته
تل دې در سره وي د صحت غيږه

پام چې مادياتو کې دې ډوب نه کړي
خداى دې لره لرې له خيانت غيږه

ياره چې غرور دې چيرې هسک نه کړي
نه دې کړي خمار د زيب زينت غيږه

ساته د رسول ممبر سنګر ياره
خداى دې کمه مه کړه د جرئت غيږه

ستا هره خبره ملغلره ده
څومره کوي خوند ستا د خلوت غيږه

ته د مجاهد رسول په لاره ځې
تايې غوره کړې د صحبت غيږه

دار دې په ځان ومانه خو ټيټ نه شوې
نه دې کړه قبوله د ذلت غيږه

زيرى يې دې ستړي خوار ولس لره
يې د خداى له لوري د رحمت غيږه

تږي تږي زړونه مو سيرابه کړ
خلاصه دې کړه نور د مرحمت غيږه

وينې ځاروې په اسلامي ناموس
غيږکې دې نيولې ده د پت غيږه

داچې حسيني درباندې وياړي تل?
خداى درته درکړې د عزت غيږه

تل د ژوند په چارو کې مخکښ اوسې
ګل دې شه غازي د اخرت غيږه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x