شعـــــرونه

نظم/ قاري سعيد

قاري سعيد
هسکه که هرڅو دې تندی ګونځې شي
کاڼي دي راتویي له غولنځې شي

ټکې، تندرونه مې په سر مات کړې
پړک د بریښنا باندې مې نظر مات کړې

وغوریږې، تالندې ، تناوې شې
ټول هیبت هیبت تورې بلاوې شې

ځمکې! که هرڅو له تبۍ ګرمه شې
ښوینده،خوړونکې، لی او نرمه شې

مخ دې له غوسې راته تڼاکي شي
زړه دې له کینې تورې مټاکې شي

پښو ته مې مخمل د اغزو واچوې
داړه، په هر ګل د اغزو واچوې

بند مې د اورونو په حصار کې کړې
څاه راته ژور په هره لار کې کړې

توندې زلزلې راباندې راولې
بدې حادثې را باندې راولې

باده! که هر څو دې څپې تیزې شي
تیزې شي څپیړې دې خونریزې شي

سوزنده سیلیو کې لاهو مې کړې
پُو مې کړې توپانه! هرڅو پُو مې کړې

سینده! که هرڅو په غرغړو راشې
وځګېږې، مست شې، په څپو راشې

لارې! که هرڅو کنډه کپره شي
پرښه شې، پیچومی شې، ډبره شې

ګام په ګام مې وینې د رګو وڅښې
اوښکې مې بدل کې د اوبو وڅښې

داره! که هرڅو راته خوله وازه کړې
بنده! که هر وړ شکنجه سازه کړې

ماره! که هرڅو دتیارې ټک راکړې
ژونده! خیر که جام له زهرو ډک راکړې

خو اې !

رد زما د تقدیر مو له سوچ وباسئ !
وایي ورئ غوږو نه مالوچ وباسئ !

(نه شئ خنډوی تلپاتې لوبه زموږ
نه شئ ځنډوی محتومه سوبه زموږ )

قاري سعید
۲۰۱۶/۱/۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x