شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن

ﺭﺏ  ﺩې ﻏﺮﻗﻪ ﮐړﻩ ﺑېړۍ ﺑﻼ ﺩې ﻭﺧﻮﺭﻩ
ﺍﯼ ﻭﺣﺸﻲ کفري ﻧړۍ ﺑﻼ ﺩې  وخوره

چې زما په ﻭﯾﻧﻮ ځاﻥ ﺧړﻭﺑﻮې ﺗﻞ
ﺧﺪﺍﯼ ﺩې ﺑﻨﺪﻩ ﮐړﻩ ﻏړۍ ﺑﻼ ﺩې ﻭﺧﻮﺭﻩ

ﺳﻮﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺩﻩ چې دين پکې خوندي وي
بې اسلامه جوړ جاړۍ بلا دې وخوره

څه نازک نازک لاسونه دې زخمي کړل
د بندي د لاس کړۍ بلا دې وخوره

ته زما دې بې وسۍ ته ګورې نه لا
خانه! راکړه لږ مړۍ بلا دې وخوره

خوږ ساعته د وصال بلا دې واخلم
د هجران هرې ګړۍ بلا دې وخوره

مطمئنه دا سنت د پيغمبر دی
چې وهم په سر پګړۍ بلا دې وخوره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x