افغانستان

رباني: افغانستان د خلیج په شخړه کې د سعودي ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ چارشنبه په کابل کې د سعودي سفیر (شارزدافیر) سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ملاقات وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صلاح الدین رباني په تیرو لسیزو کې د سعودي د ملاتړ او کومکونو څخه مننه او ستاینه وکړه.

نوموړي د سعودي سفیر ته وویل چې په خلیج کې د ستونزو د حل په موخه او همداسي د سولې او ثبات په لاره کې چې تاسو «سعودي» هر څه مناسب بولئ، مونږ مو ملاتړ کوو.

د خبرپاڼې سره سم په دغه ملاقات کې د سعودي سفیر په خلیج کې د وروستیو جریاناتو په اړه صلاح الدین رباني ته معلومات ورکړي دي او همداراز یې په کابل کې وروستی خونړۍ پيښي ورته غندلي دي.

باید وویل شي چې قریب ۱۱ ورځو راهیسي سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر بندیزونه لګولي دي او له هغه راهیسي هڅه کوي چې نور هیوادونه هم ددغه بندیزونو په ملاتړ کې ور ګډ کړي.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې د قطر څخه وغوښتل چې د اخوان المسلمین ملاتړ څخه دي لاس واخلي او همداسي د حماس ډلې مشران دی له هیواده وشړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

ستادبلا پر هغه ملاتر وی چی ته ئ کوی یوه ورز شخصی وی بله ورزپه دولت کشی وزیر شی بله ورز مستعفیی وی بله ورز دی دجال دکوتیو نوکروی نوستا حمایه به پرسعودی سه کته وه لری چی تاسی په خپله دی ستر دجال غیری مسقل نوکروی نونوروته به ستاسی حامی توب سه کته ولر هیس تش په نا مه کارتو نی سیریی ده بل دی لاس مزدوری آلی

فروانه

### ته بیا چا د افغانستان کړې

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x