د نن سرلیکنه

د منځنۍ افریقا د مسلمانانو تراژیدي- سرمقاله

له کله نه چې د تیر ۲۰۱۳ کال د دسمبر په میاشت کې فرانسوي ځواکونه د منځنۍ افریقا هیواد ته د سولې دټینګښت په نوم ولیږل شول ورسره جوخت په یاد هیواد کې دمسیحیانو لخواد مسلمانانو قتل عام هم پیل شو.

فرانسوي ځواکونه تر دې پلمې لاندې منځنۍ افریقاته ولیږل شول چې په دې جګړه ځپلي هیواد کې د “سيليكا “اسلامي جنګیالیو او انتي بالاکا سخت دریځو مسیحي ملیشو ترمنځ اوربند نافذ او دواړه لوري خلع سلاح کړي،خو فرانسوي مسیحي ځواکونو د خپل سوله اییز ماموریت برخلاف یواځې د سیلیکا تنظیم له اسلامي جنګیالو څخه وسلې ټولې او د هغوئ له جانب مقابل څخه نه یواځې داچې وسلې یې نه کړې ټولې، بلکې د مسلمانانو په ځپلو او وژلو کې هم دهغوئ ملاتړ وکړ.

اصلا په منځنۍ افریقاکې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ تاوتریخوالي هغه مهال پیل شوچې کله د تیر ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د دې هیواد عبوري حکومت په انتخابي شکل سره د واک واګې میشل جوتودو ته وسپارلی او نوموړی یې د منځنۍ افریقا د لومړني مسلمان ولس مشر په حیث تعین کړ.

د فرانسې هیواد دا نه خوښوله چې د دې په پخوانۍ مستعمره کې دي مسلمان ولسمشر حاکم وي ، هماغه وه چې د میشل جوتو پر خلاف یې د انتي بالاکا مسیحي ملیشي تحریک کړي او د هغه په تعقیب یې د دواړو جګړه مارولور یو تر منځ د اوربند او سولې په پلمه ۱۶۰۰ فرانسوي ځواکونه منځنۍ افریقاته ولیږل چې دلته د افریقايي اتحاد له نورو ۵۰۰۰ سوله ساتو ځواکونوسره مرسته وکړي.

د فرانسې او د هغې د نورو مسیحي ملاتړو د د تخریبي د سیسو له کبله دمنځنۍ افریقا لومړنی مسلمان ولس مشر د خپل ټاکلې وخت تر پوره کولو وړاندې د قدرت پریښودلوته اړیستل شو او د هغه تر استعفاء وروسته سمدستي په نوموړي هیواد کې د مسلمانانو د وژلو او سوځولو خونړۍ لړۍ پیل شوه .

وروستي رپوټونه چې د منځنۍ افریقا له مسلمان میشتو سیمو څخه د بشر دحقونو د کمیټې او نورو خیریه ټولنو لخوا ورکړل شوي په هغوئ کې تر اوسه د۲۰۰۰ مسلمانانو د وژلو او سوځلو خبر ورکړل شوی، چې د هغوئ په جمله کې د بانګې دښار د یوه جامع مسجد امام او د هغه میرمن هم شامله ده چې تر وژلو ور وسته يې جسدونه سوځول شوي هم دي.

سره له دې چې همدا اوس په یاد هیواد کې د سولې ساتو په نوم د افریقايي اتحاد او فرانسې هیواد ۷۰۰۰ ځواکونه پراته دي خو بیا هم د هغوئ په مخ کې دپلازمینې بانګي په سرکونو او عامو لارو کې مسلمانان په ډیرې بیرحمي سره وژل کیږي اومسجدونه یې تخریبیږي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو سر شمیرنو تر مخه تراوسه یو میلیون مسلمانان د خپلو کورونو پریښود لو ته اړیستل شوي چې دهغوئ تر هجرت وروسته یې کلي ، کورونه او ټولې شتمنۍ د مسیحي ملیشو لخوا تخریب شوي .

سره له دې چې په دغې جګړه ځپلې سیمې کې ټولې خیریه مؤسسې او د بشري حقونو سازمانونه فرانسوي ځواکونه د مسیحي ملیشو په حمایت تورنوي ، خوبیاهم نه ملګري ملتونه او نه دبشر دحقوقو نړیواله کمیټه د مسیحي ملیشیو او دهغوئ د فرانسوي ملاتړو د دغه غیر انساني کړنو مخنیوی کوي.

له منځنۍ افریقا پرته چې د مسیحیانو په لاس ورکې د مسلمانانو قتل عام شروع دی ، په مصر، عراق،اوسوریه کې چې ټول اسلامي هیوادونه او چارواکي یې هم ځانونه مسلمانان بولې د ورځې په سلګونو مسلمانان همداسې په بیرحمۍ سره وژل کیږي ، کورونه یې ورانیږي او حقه حقوق یې تر پښو لاندې کیږي.

د اسلامي امت د دغه ستر ناورین یواځینی لامل د مسلمانو لخوا داسلامي احکامو ترپښولاندې کول او د هغه له احکامو څخه سر غړول دی ،چې همدغه ټکي ته د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه داسې اشاره کړې :

نحن قوم اعزنا الله بالاسلام ،مهما ابتغینا العزة بغیره اذلنا الله …

مونږ هغه قوم یو چې خدای تعالی د اسلامي احکامو په تمسک او اعتصام کولوباندې عزت راکړی دی ، که مونږ دغه عزت په بل هرڅه کې لټوو الله تعالی به مو ذلیل کړي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

د منځنۍ افریقا د مسلمانانو تراژیدي 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x