دیني، سیرت او تاریخ

روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت(شپږمه برخه)

لیکوال: احمد الله عاطفي

دروژې څرنګوالي دریم حکم
له ویده کیدوسره روژه پیلدل
دروژې دفرضیدو سره ځینې حدود نه و روښانه ، صحابه ئې کرامو دتیر امت دوصال روژو په څیرروژې نیولې ،چې روژه نیونکي به ماښام روژه ماته کړه دبیده کیدو تر وخته دخوراک،څښاک او خپلو میرمنو سره دیو ځای کیدو بې تکلیفه اختیاردرلود،خو په مجرد بیده کیدو یا دماسختن لمونځ ادأکولو وروسته د بلې ورځې روژه پیلیده.

په دي اړوند رائې او قولو نه مختلف دي …

د حضرت عبد الله ابن عباس (رضی الله عنهما) په قول: په پيل کې دروژه ماتي نه دماسختن تر لمانځه خوراک، څښاک او خپلو میر منو سره جماع روا وه ، دلمانځه نه وروسته تر بل روژه ماتي دا هر څه حرامیدل.

د(أُحِلَّ لَكُمْ ) له لفظ نه څرګندیږي کوم عمل چې ددي آیت په نزول حلال شول له دي وړاندې حرام و.( معا رف القرآن:لمړی جلد)
امام بخاري(رحمه الله) له حضرت برأ بن عازب(رضی الله عنه) نه روایت کوي چې فرمايې:درمضان میاشت دروژې فرضیدو په لمړي مرحلې کې دروژه ماتي نه وروسته تر بیده کیدو دخوراک ،څښاک او جماع اجازه وه ، چې دبیده کیدو سره دا چارې حرامیدې، چې په دویم حکم سره تر ریښتیني سبا په نوموړو چارو کې دپراخي حکم نازل شو.

دځینو بزرګانو په قول دا حالت لازمي او دروژې په حکم کې داخل و،چې دیو شمیر مفسرینو،محدثینو په شمول امام بخاري او ابوداود رايه هم دی،چې دروژې دفرضیدو په پیل کې له روژه ماتي تر ماسختن لمانځه یا تر بیده کیدو وروسته خوراک،څښاک او جماع حرامه وه، همدا راز یو شمیر نورمفسرین او محدثین ئې دښکاره حکم نشتوالي لامله صحابه ئې کرامو داعمل پخپل فکر او اجتهاد ناروا او بد ګڼل( تفسیرالمراغي او تفسیر المنار: دویم جلد) ددي حالت سره سره صحابه ئې کراموته ځینې پیښې او ستونزې پیښې شوې،چې ځینو له بیده کیدو وروسته له خپلو میرمنو سره یو ځای والی وکړ، چې په دوې کې حضرت عمر او کعب انصاري(رضی الله عنهما) نه هم خلاف وشو.

د حضرت عمر(رضی الله عنه) واقعه: درمضان میاشت په یوه شپه کې حضرت عمر(رضی الله عنه) دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) سره لمونځ ادأ او دڅو شیبو لپاره ئې درنګ وکړ ،چې کورته ولاړ ماندینه ئې ویده وه، په همدي حالت کې چې ده لمونځ کړی و او ماندینه ئې خوب جماع ئې وکړه.

له ځینو صحابه ئې کرامونه په همدې اړوند اشتباهات وشول ،چې وروسته په دي عمل پښیمانه وو، ګویا چې دوۍ خپل وجدان ته ملامت،مرتکب د خیانت او دګناه پیټی په سرشوی، په همدي اساس ئې دخپل ګناه شکایت حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض کړ.

همداراز له نورو ستونزو سره سره حضرت قیس بن صرمه(رضی الله عنه) (دانصارو نه جلیل القدر صحابي )،ټوله ورځ مزدوري وکړه ماښام کورت ستون شو،خپلي ماندینې ته ئې دخوراک برابرولو وینا وکړه، بي بي مبارکه ئې په عاجله توګه دخواړو ګرمولو لپاره پاسیده ، خواړه ئې برابر کړل چې راورسیده حضرت قیس له ستړتیا بیده شوی و، خواړه پر ځای پاته شول، بله ورځ ئې نهره روژه ونیوله د کمزورتیا او دوه ورځې مسلسله توګه دروژې ساتلو لامله غرمه مهال بیهوښه او حالت ئې اندیښمن شو.

الله سبحانه وتعالی لمړی په دي خیانت اخطار ورکړ بیائې اجازه ورکړه چې اوس دا کار له بدو او ناروا انګیرنو سره مه کوئ بلکه دیو نعمت په توګه په خوښۍ روا ګټه واخلئ،دروژې نیولو وخت دسهار ختلو نه دلمر تر ډو بیدووټاکل شو.

الله سبحانه وتعالی درحمتونو او پیر زوینو سره دې ستونزې ته په قرآني حکم دحل غوره حکم نازل کړ.

قال الله تبارک وتعالی:أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (البقره : ۱۸۷)

ژباړه: له خپلو میرمنو سره د روژې دشپې نږ دیوالی(جماع) درته حلال کړی شوې، هغوی ستاسو لپاره لباس او تاسو د دوی لپاره لباس يئ، الله په دې پوه شوی چي تاسو له ځان سره خیانت کولو، نو پر تاسو(له خپل رحمت سره) راوګرځیدو او عفوئې درته وکړه،نو اوس له دوی سره مباشرت کوئ او هغه څه وغواړئ چې الله درته مقرر کړي( داولاد درلودلو هیله) او خورئ او څښئ تر هغه چې دسباوون سپینه کرښه له تورې درته څرګنده شي، بیا مو روژه تر شپې پورې پوره کړئ او له هغوۍ سره په هغه وخت کې مباشرت مه کوئ چې په جوماتونو کې معتکف وئ، دا دالهي حدود دي نو هغوی ته مه نږدې کیږئ، همداراز الله خپل آیتونه خلکو ته بیانوي چې ځان وساتي.

همدا رازحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په مبارکو ارشاداتو او سپارښتنو کې دروژه ماتي او سحري دوخت په ښودلو ،تلوار او وروسته والي حدود ښه څر ګند شول، چې په ځانګړي درس کې به ان شأ الله په تفصیل بحث وشي.

یوه لنډه مسئله :حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دوصال روژې نیولي ،خو اُمت ئې دوصال روژو له نیولو منع کړی.
نور بیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close