دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((16 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۱۶: سوال: که چیري په خوله کي ناړي ټولي کړل شي او بیا تیري کړل شي روژه څنګه ده؟
ځواب: په خوله کي ناړي ټولول او بیا تیرول دا هم په روژه کي مکروه دي.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۷: سوال: په روژه کي د خپلی ښځې شونډان زبیښل څنګه دي؟
ځواب: په روژه کي که یو کس د خپلی ښځې شونډان وزبیښی دا هم مکروه دی.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۱۸: سوال: د مزدورۍ له کبله روژه پریښودل څنګه ده؟
ځواب: که یو څوک مزدوری کوي او نشی کولای چي روژه ونیسی- نو د مزدوری له کبله روژه نشی پریښودلای.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۰۸)

۱۱۹: سوال: ازموینه مي په روژه کي شروع کیږي ایا زه روژه خوړلای شم؟
ځواب: که یوڅوک د امتحان له کبله روژه نشی نیولای دا عذر نه دی او روژه نشی پریښودلای.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۰۸)

۱۲۰: سوال: که چیري یو څوک سلسل بولي وي روژه یې څنګه ده؟
ځواب:که یو څوک سلسل بولي وي نو دا ناروغي د روژې لپاره هیڅ مشکل نه دی دا کس دي روژه ونیسی او کوم تکلیف چی دی لري هغه د لمانځه لپاره دی داچی دی معذوره دی نو د هر لمانځه لپاره دي اودس تازه کوي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۱۱)

۱۲۱: سوال: و ښځې ته په کتو سره انزال شوم روژه مي څنګه ده؟
ځواب: که یو څوک صرف و ښځې ته کتو سره انزال شو روژه ئې نه ماتیږي او که لمس یا مصافحه راغله بیاماتیږي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/۳۱۹)

۱۲۲: سوال: په استمنا بالید(جلق، مُټ وهل) په دې سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب:که یو څوک استمنا بالید وکړی روژه ئې ماتیږي قضاء ئې شته کفاره نشته.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۱۹)

نوربیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close