نظــر

اربکيان پاټکيان شول!!

arbk555کله چې داربکيزم کرغېړنه پروژه د ورک اسدالله خالد او دهغه د بانډچيانو پر لمسون لومړى ځل د غزني په اندړو کې رابرسېره شوه، په هماغه پيل کې يې چې د دوى اخلاق همدې بنسټګرو په خپلو سترګو وليدل، مايوسه ښکارېدل او ښکاره يې اعتراف کاوه، چې ممکن همدا اربکيان به داسې بڼه خپله کړي، لکه پخواني حزبي زرداديان چې هيڅ ډول ارزښت به پر رسميت نه پېژني.

همداسې وشول، د هېواد په ګوټ ګوټ کې لومړى ځل د ولسي پاڅون او دقومي مخورو ترسرليک لاندې فعاليت شروع کوي چې وروسته يې خپله څېره ورو ورو بربنډېږي.په دې وروستيو کې له غلامو رسنيو نه داسې راپورونه خپاره شول چې دلوګر په چلتن کې هم ولسي پاڅون شوى،ولسي پاڅون پر دې مانا چې دا خلک له هيچا سره تړاو نه لري يواځې غواړي په خپلو مټو له خپلو سيمو نه طالبان ورک کړي.

لومړى خو دا خبره عقل نه مني چې د يو چا دي دښمن شريک وي، خو دوى دې سره دوستان نه وي، ځکه امريکا، ګوډاګى رژيم او همدا اربکيان ټول همدا يو غږ لري چې طالبان ورک کړي، نو بيا اربکيانو پر کوم منطق ځانونه له دولته لري او دولس له منځه بولي؟؟؟ که چېرته دوى رښتيا هم د ولس له منځه ولسي پاڅون کړى وي نو داسې يو ولس چې له لسګونه ځل د خپل بادار له خوا ډې ډې آر او ډاياګ شوى وي، هغوى بايد په تبرګيو او لرونو پاڅون وکړي، اما تاسې به ليدلي يا هم اورېدلي وي چې د اندړول له شريرو اربکيانو سره داسې سلاح ګانې په پيل کې موجودې وي چې د دې ګوډاګي رژيم له اردو سره هم نه وي. نو پر کوم دليل دغه خلک د ولس له منځه دي؟؟؟

د لوګر پاڅون خېلو پوره دوه ورځې خپله اصلي اربکينه څېره معلومه کړه او پر ګوډاګي رژيم يې غږ وکړ چې له موږ سره بايد مرسته وشي، دا دى د خلکوپر فکرونو ملنډې!!!

د دې شريرې ډلګۍ په منځ کې داسې خلک ننوتل چې په هيڅ ډول ارزښت بند نه دى او هيڅ ډول ارزښت په رسميت نه پېژني، لواطت، زنا، لوڅ فلمونه، چرس، بچه بازي ا و فحشا يې ورځني عادتونه دي. ځکه خو دې خلکو بې له نظامي، اخلاقي، ټولنيزې زده کړې ټوپک غاړې ته واچاوه او دسرک پر سر د سرک دساتلو پر نامه د خلکو د لوټولو لپاره ودريد.

د غزني دمقر په بازار کې اربکيانو پرهردوکاندار دمياشتې زر افغانۍ خپل حق ګڼلى او که يې ورنه کړي، نو داسې حال به يې وي، لکه د زابل د اسحاقزي چې پرهمدې زرو افغانيو يې شهيد کړ. د اندړو اربکيان بيا د چهاردېوال په سيمه کې په رڼا ورځ د پکتيکا غزني په لويه لاره د موټرو دتالاشۍ پر پلمه د خلکو جېبونه لوټي.

دوه ورځې وړاندې يې له پکتيکا څخه را روان ټونيس ډوله موټر پاک تلاشي کړى و، او د موټروان پر قول چې پنځه ويشت زره کلدارې يې ټولې کړي.
موټروان وويل چې څو ځلې د دې لارې مسوول قوماندان چې له غزني ښار سره په بيرګټ کلا کې اوسي ورغلي يو، شکايت مو ورته کړى هغوى لا راته ويلي دي، چې دا خو زموږ مربوط نه دي، داخلک خو تاسې جوړ کړي دي.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د اربکيانو يواځې يوه پوسته چې د زړې ښرنې پرنامه په يوه کلا کې اوسي، د يادې سيمې د اوسېدونکو پر قول تل له کلي نه ښايسته هلکان پر دې خاطر چې ګواکي په دوى پسې يې ښکنځل کړي، پوستې ته بيايي او شپه پرې تېروي، که يې دا هلک شکايت وکړي، د ويډيو پر خپرولو يې ګواښي. د دوى په خبره تر ولايته څو ځلې تللي خو په پکتيکا کې د اربکيانو عمومي قوماندان عزيزالله يې خبره په خوله کې ور وچه کړې ده.د دې ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي بيا له اربکيانو پر نورو فحشاو سربېره پر دې په تنګ دى، چې له کيلومترو لرې راغلي شينواري چې کورني اربکيان ورسره دي د دوى په کورو کې دېره دي او له دوى نه بوټي، لرګي او دخوراک توکي غواړي، مګر پر دې سربېره په پکتيکا ځينې ځيره خواره خبريالان لا دا راپورونه خپروي چې د پکتيکا خلک د اربکيانو ډېرښت غواړي!!!

په کندوز کې دې شريرې پروسې په پنځلس کسيزه ډلګۍ سره د عبدالخالق پر مشرۍ پر پنځلس کلنې نجلۍ دکورنيو د نورو غړيو ترمخ جنسي تېرى کړى دى، چې رسنيو پرې په څو څو ځلو ورته پېښو خوله پټه کړې ده.

سره له دې چې د دې شريرو حزبيانو پاټکيانو اړوند د هېواد په ګوټ ګوټ، لکه زابل، کندوز، پروان، غزني، پکتيکا، فراه او.. .کې لاريونونه شوي، خو د دولت پورته خلک د دوى اربکيانو د استعمال نه په ګټې په مزو چړچو اخته دي.

هغه بې موره، بې پلاره، ښايسته، څوارلس کلن، ښوى مخى اربکى پر دې نه دى خبر چې دى له کوم نظام نه دفاع کوي؟؟؟

مشران اربکيان يې بيا هيڅ ډول نظام په رسميت نه پېژني او دهرې پوستې اربکى د خپل پاټک پاچا دى!

ډاکټر عطا محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x